د لاس رسي وړ اتصالات

ولې ولسمشر غني د کرکټ بورډ د "استقلالیت" فرمان خپور کړ؟


د بورډ ځینې چارواکي وايي چې په مشرتابه کې هم وخت ناوخت اختلافات وي چې چارې ټکنۍ کوي
د بورډ ځینې چارواکي وايي چې په مشرتابه کې هم وخت ناوخت اختلافات وي چې چارې ټکنۍ کوي

د سه شنبي په ورځ (مۍ۱) ولسمشر محمد اشرف غني په یوې اعلامیې کې له ټولو چارواکو او خلکو وغوښتل چې د افغانستان د کرکټ بورډ په چارو کې مداخله ونکړي.

په اعلاميې کې ویل شوي چې کرکټ بورډ یوه مستقله اداره ده او باید يې په چارو کې مداخله ونشي. ولسمشر غني خبرداری ورکړی که چا مداخله وکړه، قانوني چلند به ورسره وشي، خو د قانوني چلند په اړه وضاحت ورکړل شوی نه دی.

ولې داسې فرمان؟

یو شمېر کسان دا پوښتي چې کرکټ بورډ یوه مستقله اداره ده نو ولې ولسمشر داسې یو فرمان خپور کړي؟ ممکن ځوابونه مختلف وي، خو یوه خبره ښکاره ده چې "ځینو سیاسي چارواکو او سیاسي فعالانو ملي لوبډلو ته د لوبغاړو په انتخاب او د بورډ په ځینو چارو کې مستقیماً او غیر مستقیماً مداخله کوله/کوي".

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل امریکا غږ آشنا ته همدا خبره وکړه. هغه وویل "په دې وروستیو کې بعضي ارګانونو شعوري او غیر شعوري، یا بعضي افرادو مداخله کوله، د کارمندانو په مقررولو، تبدیلولو او آن پاتې کېدلو کې. ځینې داسې هم و چې په بورډ کې دننه یې ډلې جوړې کړې وې. زموږ پېشنهاد و چې د دغو خلکو لاسونه له کرکټ بورډ نه قطع شي او ولسمشر ومانه."

خو هغه د دغو ټولو ارګانونو او افرادونو نومونه په ډاګه نکړل:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
مستقیمه لیکه

ښاغلي مشعل دا تاید کړه چې ځینو چارواکو، وکیلانو او نورو "کسانو" ملي لوبډلو ته د لوبغاړو په غوراوي کې مداخله کوله او په خبره یې بورډ او د غوراوي کمېټې غړي یې له یو لړ فشارونو سره مخامخ کړي وو.

هغه په لومړي ځل دا هم ومنله چې په بورډ کې دننه "ځينې ډلې هم جوړې شوې وې چې کارونه یې ټکني کړي وو".

د کرکټ بورډ مشر وايي"د مداخلې بېلګې زیاتې دي، کله ناکله به درد سر جوړېده، د ۱۹ کلنو لوبغاړو په انتخاب کې د ځینو کسانو او مخورو کسانو له لوري تر سخت فشار لاندې راغلي یو. موږ د شمال زون مشر بدل کړ، والي راته وویل چې تاسو ولې زما له مشورې پرته دا کار وکړ، ما ورته وویل چې کرکټ بورډ حکومتي اداره نه ده."

هغه وايي د ولسمشر فرمان "موږ ته لا جراآت راکړ چې خپل کارونه ښه" مخ ته یوسو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00
مستقیمه لیکه

د افغانستان کرکټ بورډ یوه مستقله اداره ده چې د کرکټ د نړیوالې شورا تر څار لاندې په افغانستان کې د کرکټ د تنظیم، پرمختګ او ودې لپاره کار کوي. د افغانستان کرکټ له تاسیس راوروسته له یو لړ ناندریو او بورډ د مشرانو له بدلېدو رابدلېدو سره مل دی.

د بورډ ځیني چارواکي دا خبره هم کوي چې د بورډ په مشرتابه کې هم وخت ناوخت اختلافات وي چې چارې ټکنۍ کوي.

د کرکټ یو شمېر مینوال د بورډ پر چارواکو دا نیوکه هم کوي چې د بودیجې سره سره بیا هم بورډ په افغانستان کې د معیاري میدانونو، اګاډمیو په جوړولو او نورو پرمختللیو امکاناتو په برابرولو کې پاتې راغلی دیخو بورډ دا نیوکې ردوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG