د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې دې جدي وارزول شي


ولسمشر غني د بورډ له غړو سره ولیدل
ولسمشر غني د بورډ له غړو سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په نړیوال جام کې د لوبو د بایللو او په کرکټ بورډ کې د شته ستونزو په اړه د بورډ د غړو راپور واورېده.

ښاغلي غني ویلي دي چې باید "د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې وارزول شي" او په اړه یې لازم او جدي اقدامات وشي.

د ارګ په اعلامیې کې په مشخص ډول نه دي ویل شوي چې د بورډ ستونزې څه دي.

خو د ولسمشر له خولې لیکل شوي دي: "د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول شي او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشي. دا د بورډ مسئولیت دی چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل شي."

ښاغلي غني د بورډ له غړو سره لیدلي دي او د مرستو ډاډ یې ورکړی دی. دا غونډه داسې مهال کیږي چې تېره ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره نوی اجرایي مشر وټاکل شو.

پر دې سربېره ځینې چارواکي هم له دندو لېرې کړل شوي دي او د لوبډلې په مشرۍ کې هم د تغیراتو پرېکړې شوي دي.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده او ټولې نهه لوبې یې وبایللې، د دغو ماتو یو عمده علت په بورډ او ټیم کې د چارواکو او لوبغاړو ترمنځ بي اتفاقي ښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG