د لاس رسي وړ اتصالات

لطف الله ستانکزی د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي مشر شو


لطف الله ستانکزی د بورډ د مطبوعاتو او بازار موندنې د برخې کار کوونکی و
لطف الله ستانکزی د بورډ د مطبوعاتو او بازار موندنې د برخې کار کوونکی و

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې لطف الله ستانکزی یې د دغه بورډ اجرايي رئیس ټاکلی دی.

ښاغلی ستانکزي تر دې مخکې د افغانستان په کرکټ بورډ د مطبوعاتو او بازار موندنې په برخه کې دنده ترسره کړې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ په اعلامیې کې لیکل شوي دي "د دغه بست لپاره اوولس تنو خپل تحصیلي اسناد سپارلي ول چې له هغې ډلې دولس تنه شارټ لست او د مرکې لپاره راوبلل شول. نن چهارشنبه د افغانستان کرکټ بورډ د غړو له لورې له ټولو شارټ لست شويو کسانو سره مرکې تر سره شوې چې په پاېله کې تر ټولو غوره کانديد لطف الله ستانکزی دغې دندې لپاره وټاکل شو."

تر ښاغلي ستانکزي مخکې شفیق ستانکزی د بورډ اجرايي مشر و. د بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي شفیق ستانکزی له دندې لېرې کړ.

XS
SM
MD
LG