د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان او زمبابوې اووه لوبې کوي


افغانستان تر زمبابوې مخکې له ایرلنډ سره هم درې لوبې لري
افغانستان تر زمبابوې مخکې له ایرلنډ سره هم درې لوبې لري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې له زمبابوې سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو نړیوالې لوبې لري.

دا ټولې لوبې په شارجه کیږي.

د ۲۰ اورونو سیالۍ د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه دي او د یو ورځنو پنځو لوبو سیریز یې بیا په نهمه پیلیږي او دهمدغې میاشتې په ۱۹ ختمیږي.

د زمبابوۍ د کرکټ بورډ ویاند ډارلنګټن مجونګا وویل چې له افغانستان سره د زمبابوې تېرې لوبې هم ډېرې جدې وې او دا لوبې به هم همداسې وي.

افغانستان او زمبابوې تر دې دمه دوه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو سیریزونه کړي چې افغانستان ګټلي دي. دا لوبې په زمبابوې او اماراتو کې وشوې. افغانستان تر زمبابوې مخکې له ایرلنډ سره هم درې یوه ورځنۍ لوبې لري چې د ډسمبر په پنځمه په اماراتو کې پیلیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي چې دا لوبې د ۲۰۱۹ کال د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره ښه تمرین او امادګي ده.

د غوراوي په سیالیو کې ویسټ انډیز، افغانستان، زمبابوې، ایرلنډ او شپږ نور ټیمونه برخه لري چې یوازې دوه لوبډلې به یې نړیوال جام ته ځي.

افغانستان تراوسه یوازې یو وارې د یوې ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې برخه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG