د لاس رسي وړ اتصالات

که پښتون د افغان کرکټ روزونکی شي، آینده یې ښه کیږي- عمرګل


عمرګل لومړی بالر و چې د شل اوریزو نړیوالو لوبو په یوې سیالۍ کې یې پنځه کسان وسوځول
عمرګل لومړی بالر و چې د شل اوریزو نړیوالو لوبو په یوې سیالۍ کې یې پنځه کسان وسوځول

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عمرګل وايي افغان لوبغاړي له نورو بهرنیو روزونکو سره راحت نه دي او ډېر څه ترې نشي زده کولی.

د پاکستان دغه پښتون لوبغاړي امریکا غږ سره په یوې ځانګړي مرکې کې وویل چې افغان لوبغاړي له بهرنیو روزونکو سره د ژبې مشکل لري او ښايي همدا یو لوی علت وي چې افغانستان ښه او ډېر تیز توپ اچوونکي نشي پیدا کولی.

افغانستان دا مهال په ورو توپ اچوونکو کې نوم لري، خو د ډېرو تیز توپ اچوونکو (فسټ بالر) له کموالي او نشتوالي سره مخامخ دی.

عمرګل وايي چې افغانستان کې د تیز باولینګ استعدادونه شته خو دا د روزونکي کار دی چې دا استعدادونه پیدا کړي، ویې روزي او لا یې وغوړوي.

نوموړي وویل:"زه دا نه وایم چې زه دې شم، خو که یو پاکستانی وي یا یو پښتون د افغانستان کوچ راشي، په اینده کې دا د هغوی د اوسنیو لوبغاړو او نوي نسل ته ښه وي."

دا مهال د جنوبي افریقا یو پخوانی لوبغاړی د افغانستان روزونکی دی، تر هغه مخکې د ویسټ انډیز، پاکستان او هند پخواني لوبغاړي د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي وو. په دغو لوبغاړو کې یې درې پاکستانیان وو چې کبیر خان یې پښتون و.

ښاغلی عمرګل وايي که له ده وغوښتل شي چې د افغانستان په کرکټ کې مرسته وکړي، دی چمتو دی چې کابل ته ولاړ شي.

د عمرګل پوره مرکه دلته واورئ او وګورئ:

XS
SM
MD
LG