د لاس رسي وړ اتصالات

حضرت الله ځاځي په افغان پریمیرلیګ کې لومړنۍ سلیزه وکړه


Hazratullah Zazai Afghanistan Cricket player
Hazratullah Zazai Afghanistan Cricket player

حضرت الله ځاځی لومړنی لوبغاړی شو چې د افغانستان د کرکټ د پریمیرلیګ په روانو سیالیو کې ۱۰۰ او یا تر ۱۰۰ ډېرې منډې کوي.

حضرت الله ځاځی د راشد خان په کپټانۍ کې د کابل په لوبډلې کې لوبیږي. ده د سه شنبې (اکتوبر۹) د ورځې په لوبې کې د ننګرهار په خلاف دا منډې وکړې.

پچه کابل وګټله او لومړی یې بیټينګ وکړ. حضرت الله ځاځي په ۴۴ توپونو سلیزه وکړه. ده په ۱۰۰ منډو ۱۲ څلوریزې او شپږ شپږیزې یې ووهلې. حضرت الله ځاځي په ۵۵ توپونو ۱۲۴ منډې وکړې او وسوځېده. ده ټولې ۱۲ څلوریزې او نهه شپږیزې ووهلې.

لوبه کابل وګټله، ننګرهار د ۱۸۹ منډو هدف ټاکلی و.

ځاځی په کیڼ لاس بیټینګ کوي او تازه د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی شوی دی. دی مخکې د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړی و.

د افغانستان کرکټ پریمیرلیګ سیالۍ په متحدو عربو اماراتو کې روانې دي. کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او پکتیا لوبډلې له یو بل سره سیالۍ کوي.

پر افغان لوبغاړو سربېره د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي هم په دغه لیګ کې لوبیږي.

XS
SM
MD
LG