د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان له سسیکس لوبډلې سره پاتې شو؛ کارابین کې نه لوبیږي


راشد خان د هند، اسټرالیا، بنګله دېش او کارابین په تجارتي سیالیو کې هم لوبېدلی او ځلېدلی دی
راشد خان د هند، اسټرالیا، بنګله دېش او کارابین په تجارتي سیالیو کې هم لوبېدلی او ځلېدلی دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي ستوري راشد خان د ویسټ انډیز په سږنیو تجازتي سیالیو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده.

د ویسټ انډیز تجارتي سیالۍ څو ورځې وروسته پیلیږي، تېرکال راشد خان او محمد نبي په دغو سیالیو کې ولوبېدل. راشد خان ویلي دي چې هغه به د کارابین سیالیو پر ځای د انګلنډ د ویټالټي بلاسټ په روانو سیالیو کې ولوبیږي.

نوموړی د سسیکس کلپ/ټیم کې دی. د سسیکس ټیم هېله ښودلې ده چې د راشد خان په دغې پرېکړې سره به د هغوی د بري او پرمختګ چانس نور هم زیات شي.

د سسیکس لوبډلې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې راشد خان یوازې د اوو لوبو قرارداد کړی و. راشد خان ویلي دي" ما غوښتل چې له اوو لوبو څخه ډېرې لوبې وکړم او همدا چې خبر شوم له هغوی سره( کارابین ټونمنټ کې) نه لوبیږم، له خپل کلپ (سسیکس) څخه مې وغوښتل که غواړي چې په ټولو ۱۴ سیالیو کې ورسره برخه اخیستلی شم. هغوی دا غوښتنه ومنله، منندوی یې یم".

په اعلامیې راشد خان همدغه راز ویلي دي "زه په سسیکس کې له لوبې خوند اخلم او په دې هیله چې ټولې لوبې ورسره وکړم او ډېرې یې وګټو."

د سسیکس د لوبډلې روزونکي او مدیریت د راشد خان دا اقدام ستایلی دی. د انګلنډ د ویټالټي بلاسټ سیالۍ څو اونۍ مخکې پیل شوې او پایلوبه به یې د سپتمبر په ۱۴ نېټه وي.

راشد خان له محمد نبي او مجیب الرحمن سره یو ځای په دغو سیالیو کې لوبیږي. دوی درې واړه له ایرلنډ سره د افغانستان په را روانو سیالیو کې هم د ملي لوبډلې برخه دي.

افغانستان له ایرلنډ سره درې د ۲۰ اورونو او درې یوې ورځنۍ لوبې کوي. د ۲۰ اورونو لوبې د اګست په ۲۰ ،۲۲ او ۲۴ دي او یوې ورځنۍ لوبې بیا د همدغې میاشتې په ۲۷ ،۲۹ او ۳۱ دي.

راشد خان د هند، اسټرالیا، بنګلدېش او کارابین په تجارتي سیالیو کې هم لوبېدلی او ځلېدلی دی.

XS
SM
MD
LG