د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له هند سره په اوله ورځ‌څنګه لوبه وکړه


مورالي‌ ویجی او شکر دیوان ۱۰۰-۱۰۰ منډې وکړې
مورالي‌ ویجی او شکر دیوان ۱۰۰-۱۰۰ منډې وکړې

د هند او افغانستان ترمنځ د ټست د تاریخي لوبې پر اولې ورځې که څه هم تر ډېره هندي لوبغاړي پر لوبې برلاسي وو، خو افغان لوبغاړي‌ هم وځلېدل.

دلومړۍ ورځې په پای کې هند ۳۴۷ منډې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځول شوي‌ وو. یمین احمدزي‌ دوه، وفادار مومند، راشد خان او مجیب الرحمن یو یو هندي لوبغاړي‌ وسوځول.

د پنجشنبې په ورځ (جون۱۴) د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یو بل چپټر پرانیستل شو. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دولسم بشپړ غړی شو چې د ټست لوبه کوي.

د هند کبټان اجینکا ریهاني د پچې له ګټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله. د ډوډۍ تر دمې مخکې د هند کیڼ لاسي‌ او چټک منډه جوړوونکي شکر دایوان سلیزې دا ثابته کړه چې ریهاني ښه پرېکړه کړې ده. په عمومي ډول هند د لوبې له پیل نه د افغان بالرانو په وړاندې یرغلیزه لوبه وکړه او یو مهال داسې ښکارېده ته وا هندي لوبغاړي په یوې ورځنیو سیالیو کې بوخت دي.

خو له درېیم ځل باران او چایو له وقفې وروسته افغان لوبغاړو او باران د هند دمنډو جوړلو بهیر ټکنی کړ. د افغان لوبغاړو په څېرو کې هیجان،‌ فشار او وارخطايي له ورایه څرګندېدل. د لوبې فشار یوې خوا ته او روژه بلې خوا ته؛ ښکاره ده چې په داسې یو حالت کې به د افغانستان غوندې لوبډلې ته د نړۍ له لومړۍ درجې هیواد سره لوبه اسانه نه وي.

هند پیج د تیزو توپ اچوونکو لپاره جوړ کړی و او همدا علت و چې د افغانستان وتليو ورو توپ‌ اچوونکيو راشد خان، محمد نبي او مجیب هاغسې چې تمه کېده،‌ ونه ځلېدل او یا یې ډېر کسان ونه سوځول.

افغان کپټان اصغر ستانکزی هم د لوبې په لومړۍ مرحله کې په ډګر کې د لوبغاړو په درولو (فیلډینګ پوزېشن) کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ و، کله چې راشد توپ اچونه کوله، هندي لوبغاړو د میدان پر هماغه یو طرف ته پر راشد پرلپسې څلوریزې وهلې خو کپټان هلته ناوخته لوبغاړی ودرو.

هندیانو دافغان فیلډرانو ( ډګرساتونکو) له کمزورتیا ښه ګټه واخیسته، هندي منډه جوړوونکو شاوخوا ۵۰ څلوریزې ووهلې.

راشد هم په لومړۍ او دویمې مرحلې کې تر یو ډول فشار لاندې معلومېده، د کرکټ ځینو مبصرینو پر راشد یو انتقاد دا کاوه چې هغه د ۲۰ اورونو او یوې ورځینو سیالیو په څېر ډېر چټک توپ اچوي، د هغه د توپ سرعت په ساعت کې شاوخوا ۹۰ کیلو مېتره ته رسېده، چې معمولا په داسې یوې لوبې او میدان کې ښايي‌ دا ډول توپ اچونه ډېره بریالۍ نه وي.

د میدان او پچ حالت ته په کتو شاید ډېر داسې فکر وکړي چې افغانستان باید یو ورو توپ اچونکی کم کړی وای او پر ځای یې تیز توپ اچوونکی راوستی وای. هند درې تیز توپ اچونکي لري.

شکر دایوان د نړۍ شپږم لوبغاړی شو چې په ټسټ کې د ډوډۍ تر وقفې مخکې ۱۰۰ منډې کوي، هغه په ۸۷ توپونو سل منډې وکړې، له وقفې وروسته ډېر ونه پاییده. محمد نبي‌ د یمن احمدزي‌ په توپ کیچ اوټ کړ. په دې حساب یمین احمدزی لومړنی بالر شو چې په ټسټ کې ویکټه اخلي‌ او محمد نبي لومړنی افغان شو چې کیچ اخلي.

که افغان لوبغاړي سبا هند تر ۴۰۰ او یا تر دې په کمو منډو وسوځوي، ښه لوبه به یې کړې وي، خو دې کې شک نشته چې د افغان منډه جوړوونکو ازموینه به هم سخته وي.

سبا به افغان لوبغاړي ځکه پر انرژي‌ وي چې روژه به نلري او د اختر او سولې خوشحالۍ به هم لمانځي.د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي به له دغې سیالۍ ډېر څه زده کوي‌ او بل ځل چې بیا ټسټ‌لوبه کوي،‌ شاید او باید داسې نه وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG