د لاس رسي وړ اتصالات

د IPL لوبو ته کوم افغان لوبغاړي وړاندیز شوي؟


Nabi and Rashid Afghan players in IPL
Nabi and Rashid Afghan players in IPL

د افغانستان د کرکټ بورډ د هند ۲۰۱۸ کال د آی پي ال تجارتي سیالیو بولي ته د ۱۳ لوبغاړونو نومونه لیږلي دي.

د آي پي ال چارواکو هم منلې چې د افغان لوبغاړو نومونه وراستول شوي دي.

د راشد خان او محمد نبي نومونه د لست په سر کې دي. دوی دواړو د آی پي ال د تېرکال په سیالیو کې د هند د حیدر اباد په لوبډلې کې وو او ښه وځلېدل.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل امریکا غږ ته د دغو لوبغاړو لست استولی دی، چې په کې د افغانستان د ملي لوبډلې د کپټان اصغر ستانکزي، شاپور ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواري، احسان جنت، ظاهر خان، ګلبدین او رحمت شاه زرمتي نومونه هم شته دي.

تېرکال پر محمد نبي او راشد خان سربېره د اصغر ستانکزي، دولت ځدراڼ او محمد شهزاد محمدي نومونه هم وو، خو ټول وانخیستل شول.

د ځینو هندي رسنیو په حواله د آی پي ال تنظیمونو کې له دغې ډلې یوازې د لسو افغان لوبغاړو نومونه د بولۍ په لست کې شامل کړي دي.

په دغو لسو کسانو کې دولت ځدرآڼ نوم هم شته، چې د کرکټ بورډ په استول شوي لست کې نه لیدل کیږي. په هغه لست کې چې ځینو هندي رسنیو خپور کړی، د سمیع الله شینواري، اصغر ستانکزي، احسان جنت او رحمت شاه نومونه هم نشته.

دا لومړی ځل دی چې د دومره ډېرو افغان لوبغاړو نومونه د هند د آی پي ال د بولۍ لست کې شاملیږي. ټاکل شوې چې د هند د آی پي ال بولي د جنورۍ په ۲۷-۲۸ وشي. اټکل کیږي چې راشد خان به په لوړ قیمت واخیستل شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG