د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د خلکو بشري ناورین ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانانو د کړاوونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاند، جېرمي لارنس، نن په ژنیو کې وویل چې په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم له سختې بېوزلۍ سره مخ دي.
هغه وویل: «نن په افغانستان کې د ډېرو خلکو وضعیت له بده بدتیریږي. میلیونونه کسان په بېوزلۍ کې راګیر دي، او د اساسي بشري حقونو درناوی هم نه کیږي، په داسې حال کې چې سلګونه زره کسان د خپلې خوښې خلاف بېرته ستنېږي.»
هره میاشت چې تېرېږي، اوسني چارواکي خپل ځپونکي اقدامات لا سختوي او په پراخه کچه یې پلي کوي. خو داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او یوازې یې پرېښي دي، په داسې کړاو کې چې هره ورځ لا ژورېږي. دا چوپتیا د نه منلو تر کچې درنه ده. »
نوموړي وویل، په داسې حال کې چې سلګونه زره افغانان د خپلې خوښې خلاف بېرته افغانستان ته ستنېږي، د طالبانو د واکمنۍ له لوري پر خلکو محدودیتونه لا پسې سختېږي.
لارنس زیاته کړه، نړیواله ټولنه داسې ښکاري چې د افغانانو ستونزې یې هېرې کړې او د هغوی د مخ پر زیاتېدونکي کړاو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د اندېښنې وړ ده.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همداراز وویل چې افغانستان ته د بهرنیو مرستو بهیر په څرګند ډول کم شوی، چې له امله یې د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې شوې دي. هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې خپلې تګلارې له سره وارزوي او د افغان ولس د ژوند ژغورنې ته لومړیتوب ورکړي.
په ورته وخت کې، د بشري حقونو عالي کمېشنر ټینګار کړی چې په سیمه کې نفوذ لرونکي هېوادونه باید د ټولو افغانانو د برابرۍ او انساني کرامت لپاره خپل غږ پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له هغو محدودیتونو اغېزمنې شوې دي چې د زده کړو او په عامه ژوند کې د ګډون پر وړاندې لګېدلي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، سږ کال د طالبانو له لوري صادر شوي نوي فرمانونه د ښځو لپاره له زوجینو څخه د جلا کېدو بهیر لا ستونزمنوي او داسې شرایط رامنځته کوي چې د ماشومانو ودونه او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ورسره تړاو پیدا کوي.
د بشري حقونو د ملګرو ملتونو ویاند جېرمي لارنس وايي، له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو منظم ایستل د بشري حقونو جدي او د منلو وړ نه سرغړونه ده.
نوموړي وویل، پر ښځو او نجونو لګېدلي دا محدودیتونه په تدریجي ډول عادي او بنسټیز شوي او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض بڼه یې خپله کړې ده.
لارنس ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دا ډول محدودیتونه باید په هېڅ ټولنه کې د منلو وړ ونه ګڼل شي.
فورم \ دبحث خونه