د سرولښکروپه وړاندي دافغان جهاد اصلي قربانيان وايي چي د دوي دقربانيوڅخه څو د ګوتو په شمیر کسانو دکاروبارپه ډول ګټه واخيسه اوهغوقومندانانوپرمخ هيرکړل چي دوی يې په جبهوکې جګړه کول .
دکندهارښار په لويديځ کې دصاليحانو د معيوبينو په ښارګوټي کې ټول هغه کسان ژوندکوي چي د روسانوپه وړاندي یې دافغان مجاهدينوپه ليکوکې يې وسله وال مبارزه کوله .
دوي دلمړی درجه معيوبين په نامه ياديږي چي د يوې مرستندويه ټولنې په مالي لګښت دسرپنالپاره يويوکور ورکړل شوی. په دوي کې ځيني داسي معيوبين هم شامل دي چي آن څوک يې دليدلوتوان هم نلري.
دصاليحانودمعيوبينوپه ښارګوټي کې ۱۷۰ معیوبې کورنۍ ژوند کوي چي دژوند ټوله تکيه يې دخيرغوښتونکوکسانوپرکمکونو ده. د دې ښارګوټي يواوسیدونکی د۶ اولادونو پلار دی چې ولي محمد نومېږي او وايي چي د ژوند ترټولوستړي ورځي تيره وي.
ده پداسي حال کې چې دخبرو په جريان کې يې دخپلومشرانو د بې نيازۍ له کبله په سترګوکې اوښکې راغړېدې نيوکه وکړله چي هيچا يې هم پوښتنه نده کړې. آن هغوکسانولاهم چي د دوي پرسربه نړيوالوپه درنه سترګه ورته کتل اومالي مرستې به يې ورسره کول .
ولي محمد داسي وايي ،، وروره مه مې غږوه. هغه قومندانان چي تردوي مخکې به موږخپل ځانونه سروګوليو ته ورکړي وو ،هغه قومندانان چې موږ به يې خدمت کاوه اودوی زموږپرسر رهبران اوقومندانان وو ، نن زموږپوښتنه لاهم نه کوي ، تعميرات لري ښه ښه تجارتونه لري ،خوته زموږحال وينې چي دواړي پښي مي نشته ،وجود مي زخمي زخمي دی ،دلته اوسيږو دالله پاک دربارته په اميدیو بل خوهيچاهم څه ندي راسره کړي ،،.
د نږدې ټولومعيوبينو ترټولوستره نيوکه پرجهادي رهبرانواوهغوقومندانانو ده چي دوي به يې په جبهوکې دروسانوپه وړاندي جنګول. د دوي په وينا دخپلي کورنۍ اوځان په بيه يې دهيواد دخپلواکۍ لپاره مصلحانه مبارزه وکړله ،خوکله چي يې مبارزه بريالۍ شوه نو هغوجهادي مشرانوهيرکړل چي د دوي پرسريې امتيازات ترلاسه کول .
دصاليحانودمعيوبينودښارګوټي هرتن دخپلوهغو پاکو احساساتو يادونه کوي چي هدف یې دهيواد خپلواکي وه . دوي وايي چي خپل ځانونه يې د دې لپاره سپرګرځولي وو چي راتلونکونسلونوته يوخپلواک اوپرخپلوپښوولاړ هيواد په ميراث پرېږدي ،خو د دوی له قربانيوڅخه څومعدودو کسانوګټه واخيستله .