د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د زلزلې تازه ټکانونو پنځه کسان مړه کړي ۱۱ ټپيان دي


طالب چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د زلزلې تازه ټکانونو یو شمېر نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبان حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ویلي چې دغه لزلزله نن جمعه جون ۲۴ (چنګاښ درېیمه) سهار لس بجې د پکتیکا ولایت به ګیان ولسوالۍ کې شوې ده.

د ښاغلي وثیق په وینا د لومړنیو معلوماتو په اساس دغه زلزله کې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "په خوشيني سره مو خبر ترلاسه کړ، په پکتيکا ګيان ولسوالۍ کې يو ځل بيا د زلزلې بله جټکه نن سهار د جمعې په ورځ لس بجې شاوخوا رامنځته شوې ، چې د ابتدايي معلوماتو په اساس پنځه تنه هيوادوال په شهادت رسيدلي او له يولسو زيات ټپيان دي."

سیمه کې له خلکو غوښتل شوي چې د زلزلې احتمالي ټاکونونو له امله له خپلو کورونو څخه ووزي.

ګیان د پکتیکا له هغه څلورو ولسوالیو څخه ده چې د تیرې وړمې شپې زلزلې هم سخته ځپلې ده.

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې تازه زلزله پر داسې مهال کیږي چې لا هم د طالب چارواکو، خلکو او مرستندویه بشري بنسټونو لخوا په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیرې چهارشنبې شپې زلزلې ځپلو ته د مرستو رسول او د ژغورنې عملیات روان دي.

د طالب چارواکو او نړیوالو خیره بنسټونو د معلوماتو په اساس په په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ سختې زلزلې له امله شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د پکتیکا په ګیان او برمل او خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۲۱۰۰ کورونه نړیدلي دي.

یاد سازمان نن جمعه ویلي چې له دغه کورونو څخه ۱۰۰۰ په ګیان، ۳۰۰ برمل او ۸۰۰ په خوست کې نړیدلي دي.

پر همدې مهال په کور دننه او بهر له وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف کمپاینونه پراخ شوي دي.

ویل کیږي چې په ګڼ شمېر ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د پیسو ټولېدو په هدف صندوقونه ایښودل شوي دي، بلخوا طالب چارواکي وايي چې نن تازه د ایران او متحده عربي امارات په خوراکي، روغتیايي او غیر خوراکي موادو بار غټې طیارې د خوست هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

اروپايي ټولنې هم تیره شپه له افغان زلزله خپلو سره د یو میلیون یورو مرستې اعلان کړی دی او هند هم ویلي چې تیره شپه او نن سهار یې په په ۲۷ ټنه بشري مرستو بار دوې طیارې افغانستان ته رسېدلي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د زلزلې په لومړۍ ورځ پر ټولو هیوادونو غږ وکړ چې ددغه سخت مصیبت پر مهال د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي.

XS
SM
MD
LG