د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان زلزلې ځپلیو افغانانو ته مرستې ټولوي


افغان لوبغاړی راشد خان
افغان لوبغاړی راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان له نړیوالو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د زلزلې ځپلیو سره مرستې وکړي.

د چهارشنبې په شپه په افغانستان کې زلزله وشوه چې د خوست او پکتیکا ولایتونه یې ډېر وځپل. د واکمنو طالبانو په وینا شاوخوا ۶۵۰ کسان یې مړه او سلګونه نور یې ژوبل کړل. همدغه راز سلګونه ودانۍ یې هم ویجاړې کړي‌ دي.

له دغې زلزلې څخه وروسته راشد خان امریکا غږ ته وویل چې له ځپل شویو کورنیو سره د مرستو ټولولو لړۍ پیلوي. نوموړي په خپل ټویټر، فیسبوک او انستاګرام کې یو ویدیويي پيغام خپور کړی او له نړیوالو څخه یې غوښتي چې مرستې وکړي.

راشد خان په مشخص ډول د هند د مشهور لوبغاړي‌ هاردیګ پانډیا، د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان شاهد اپریدي او د ویسټ انډیز له لوبغاړي‌ ډي جي براوو څخه غوښتي چې هم خپله مرسته وکړي او هم له نورو وغواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

هغه له هاردیګ پانډیا سره په آی پي ال کې په یوې لوبډلې کې لوبېږي، شاهد اپریدی اوس نړیوال کرکټ نکوي‌ او خیریه ټولنه لري او براوو یې هم د کرکټ ملګری دی.

راشد خان لیکلي دي: «د مرستې غوښتنه! په پکتیکا، خوست او د هېواد په نورو ولایتونو کې زلزله ځپلو کورنیو‌ ته تسلیت وایم، او له زړه پرې خواشینی یم، خدای ج دې زموږ په حال رحم وکړي. په نړیوالو او د هېواد په کچه له ټولو تجارانو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوم، چې په دې سختو حالاتو کې د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي. چو ایستاده یی دست افتاده گیر!»

د ویسټ انډیز لوبغاړي براوو د راشد خان غوښتنې ته ځواب ویلي او په یو ویدیويي‌ پيغام کې یې ویلي ‌چې خپله برخه مرسته یې کړې او له نورو هم غواړي چې مرسته وکړي.

د راشد خان د مرستو ټولولو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ پونډه ټول شوي‌ او هغه د ۶۰۰۰۰ پونډو ټولولو هوډ کړی دی، ښايي تر دې زیات هم شي.

د راشد خان دا پیغام د افغانستان او نړۍ د کرکټ ځینو نورو مشهورو لوبغاړو هم بدرګه کړی او له نړیوالو یې غوښتي چې په دغې بدې ورځې کې د افغانانو لاس ونیسي. دا پیغام زرګونه ځلې شریک شوی دی.

په راشد خان سربېره، ‌له هېواد څخه د باندې ځینو نورو افغانانو هم په انلاین بڼه له زلزلې ځپلیو سره د مرستو ټولولو لړۍ پیل کړې ده.

د طالبانو حکومت وايي چې سیمې ته د نړیوالو خیریه سازمانونو بېلا بېلې ډلې رسېدلي او یو لړ مرستې وار دمخه په اړمنو وېشل شوي‌دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل زلزلې له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور یې ژوبل کړي دي. طالبان وايي چې دا لومړني معلومات دي او ممکن تلفات زیات وي. تر اوسه په خپلواک ډول په زلزلې کې د مړه شویو او زخمیانو دقیقه شمېره نه ده تائید شوې.

زلزلې د نورو سیمو پرتله د پکتیکا ولایت څلور ولسوالۍ ډېرې ځپلي او د برمل او ګیان او د خوست د سپیرې په ولسوالیو کې یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي. دي. طالب چارواکي وايي لا هم په ځینو سیمو کې د ړنګو شویو ودانیو څخه د مړو او زخمیانو اېستل روان دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG