د لاس رسي وړ اتصالات

له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان


د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله ١٢١ کسان په افغانستان کې وژل شوي او شاوخوا ٥٥٠ نور ټپیان شوي دي
د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله ١٢١ کسان په افغانستان کې وژل شوي او شاوخوا ٥٥٠ نور ټپیان شوي دي

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله له خلکو سره د وراوښتو تاوانونو په برخه کې مرسته وکړي.

د همدې هڅو یوه برخه له لرو پرتو سیمو څخه کابل ته د سختو ټپیانو انتقالول دي چې چارې یې د افغان امنیتي ځواکونو او هوایي پوځ لخوا پر مخ بېول کیږي.

په کابل کې زیاتره روغتونونه د دې امکانات او وړتیا لري چې د وړمې ورځې زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د وروستیو رپوټونو پر اساس د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله ١٢١ کسان په افغانستان کې وژل شوي او شاوخوا ٥٥٠ نور ټپیان شوي دي.

د حکومت لخوا له زلزله ځپلو سره د مرستې لړۍ پداسې حآل کې پیل شوې ده چې د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر ویس احمد برمک ملي شورا ته پخپلو خبرو کې ووېل چې د دې زلزلې له امله ٧٦٣٠ کورونه نړېدلي دي او شاوخوا ١٠٠٠ ژوي له منځه تللي دي.

د ښاغلي برمک په وینا زیاتره ځپل شوي سیمې له ښارونو څخه لرې پرتې دي او تگ را تگ ورته گران کار دی. ښاغلي برمک ووېل په ځنو دغو سیمو کې د طالبانو فعالیت د مرستې لړۍ لا ټکنۍ کوي.

د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مشر په وینا د بدخشان ترڅنگ د نورستان او کونړ ولایتونو ځنو سیمو ته هم د بېلابېلو دلیلونو په وجه ورتگ گران کار دی.

د دوشنبې ورځې د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت ښودل شوی دی. پدې وروستیو کلونو کې بدخشان زیاتره د طبیعی پېښو لکه د سېلابونو او ځمکې ښوېدنو سره مخامخ شوی دی.

پاکستان

د دوشنبې ورځې زلزلې نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هم لړزولي او ځپلي دي.

په ځپلو شویو هېوادونو کې پاکستان ترټولو ډېر زیانمن شوی دی. د پاکستان د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې په دې هېواد کې د وړمې ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر شاوخوا ٢٧٠ کسانو ته لوړ شوی دی او له ٢ زره څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا ٢٢٠ کسان یوازې په خیبر پښتونخواه ایالت او ۴٧ نور د هغه هېواد په نورو برخو کې وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو زیاته کړې ده چې د دغه هېواد په شمال لویدیځو برخو کې څه د پاسه ١٠٥٠٠ کورونه او ١۴٧ ښوونځي هم نړول شوي دي.

د دې ادارې په وینا تراوسه پورې ١٥٥١٩ خېمې، ٢٥٧٠٠ کمبلې او څو ټنه خوراکي مواد اړینو خلکو ته رسول شوي دي او په لرو پرتو سیمو کې د سړکونو په بیا خلاصېدو سره به نورې مرستې هم ورسول شي.

XS
SM
MD
LG