د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د زلزلې د تلفاتو شمېر زیات شوی؛ د ځپل شویو د سترګو لیدلی حال


نړېدلی کور
نړېدلی کور

په پکتیکا او خوست کې ځايي چارواکي او اوسېدونکي وايي د چهارشنبې د شپې زلزله داسې مهال شوې چې خلک ویده وو.

په زلزله کې د مړیو او ټپیانو شمېر له ۲۵۰۰ اوښتی دی. اکثره مرګ ژوبله د پکتیکا ولایت په څلورو ولسوالیو «برمل، زیړوک، نکي او ګیان» او د خوست د سپیرې په ولسولۍ کې پیښه شوې ده.

د پکتیکا د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه امریکا غږ ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې، یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شوي او له ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیر احمد عثماني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ددغه ولایت د سپیرې ولسوالۍ هم د تیري شپي زلزلې سخته ځپلې ده.

ښاغلي عثماني وویل " بیګا شپه په یوه بجه او ۲۵ دقیقو باندې یو ویرونکي لوی اواز څخه وروسته د زلزلې سختو ټکانونو د لویې پکتیا ډیرې سمیې وجړقولې. د دې زلزلې مرکز چې خوست ښودل شوی دی زلزله ډیره سخته او اوږده وه د خوست لرې پرتې سیمې یې سختې زیانمنې کړي دي سلګونه کورونه وران دي او تر دې وخته پورې د ۴۰ شهیدانو جسدونه راایستل شوي دي او له څلویشتو زیات ټپیان روغتونونو ته روسول شوي دي".

د پکتیکا ولایت د ګیان د ولسوالۍ یو اوسیدونکي نورمحمد وویل چې د تیرې شپې په زلزله کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله دغه ولایت د ګیان په ولسوالۍ کې پیښه شوې ده.

د خوست د سپیرې ولسوالۍ یو اوسیدونکي رسول محمد امریکا غږ ته وویل چې د تیرې شپې په زلزله کې ډیره مرګ ژوبله د سپیرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په کلي کې پیښه شوې ده.

ښاغلي رسول محمد وویل " د شپې په یوه نیمه بجه زلزله وشوه افغان دوبۍ کې پنځوس شپیته کورونه وران شو".

ددې سېمې بله اوسېدونکې فاطمه وايي: "نېمه شپه چې راپاڅېدو، ډېره سخته زلزله وه، ما او ماشومانو چغې کړې،‌د غوا کوټه راولویده، غوا پکې مړه شوه، په ټول مالت کې ماشومانو ژړل، د خلکو کوټې راولویدې، د چا ماشومان مړه شول،‌د چا ښځې مړې دي".

د سیمي بل اوسیدونکی فیصل، خپل د سترگو لیدلی حال وايي: "ما په خپل لاس ډېر مړي او زخمیان راپورته کړي دي. یو مازدا موټر مو پیدا کړ او روغتون ته مو وليږدول. ډېر بد حال دی. تر اوسه مړي تر کوټو لاندې دي. ‌‌لا معلومات نشته چې څه به کیږي".

تر اوسه په خپلواک ډول د زلزلې له امله د پیښ شوي ځاني او مالي زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د پیښو سره د مبارزې د طالبانو د وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم کابل کې خبریالانو ته وویل چې د مړو اوټپیانو شمیرکیدای شي د اوسني شمیر نور هم زیات شي.

هغه وویل چې زلزلې د پکتیکا څلورو ولسوالیو او د خوست د سپیرې ولسوالۍ سربیره د ننګرهار ولایت د اچین او د لغمان په ولایت کې یو کلي ته هم زیان رسولی دي.

ښاغلي مسلم وویل چې په تیرو دریو ورځو کې د سختو بارانونو وروسته په اتو ولایتونو کې سیلابونه راوتلي چې له امله یې یوولس تنه مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

مولوي شراف الدین مسلم وویل چې په سیمه کې د دفاع ، کورنیو، عامې روغتیا د وزارتونو په مرسته د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات پیل شوي دي.

مولوي مسلم وویل " د شهیدانو د کورنیو سره همداسې د زخمیانو سره ...لکه البسه او ظروف همداسې خوراکي مواد تر خپلې اندازې پورې دوی ته رسولي دي".

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند په پیغام کې چې د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر قاري محمد یوسف احمدي له خوا ولوستل شو د نړیوالې ټولنې څخه مصیبت ځپلو سره د مرستې غوښنته کړې ده.

ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" هم ویلي چې د وضعیت د ارزونې وروسته به مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي. نړیوال سره صلیب کميټې د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې یوه اندازه عاجلې طبي مرستې یې سیمي ته استولي دي. د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یو شمیر هیوادونو د ټولنیزو رسنیو له لارې د زلزلې د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG