د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په ورځ په ۱۶ ولایتونو کې سلګونه مرکزونه تړلي وو


Policemen scuffle with protesters during a march to mark International Women's Day in Istanbul, Turkey.
Policemen scuffle with protesters during a march to mark International Women's Day in Istanbul, Turkey.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې په ټول افغانستان کې ۲۵۳ ټاکنیز مرکزونه د امنیتي، تخنیکي، فني او موادو د نه رسېدو له کبله تړلي وو.

دا مرکزونه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې وو. د کمیسیون مشر، عبدالبدیع صیاد په کابل کې د ټاکنو د لومړۍ ورځې په پای کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو په لومړۍ ورځ په کابل کې ۴۵ او پکتیا کې ۵۱ د ټاکنو مرکزونه تړلي وو.

هغه وویل "په نورستان کې، پروان کې ۳ ، بامیان کې ۱، میدان وردګو کې ۱۶، لوګر کې ۱، غور کې ۵۴، بادغیس کې ۷۶، سمنګان کې ۴، سرپل کې ۶، جوزجان کې ۲، فاریاب کې ۱۰، ننګرهار کې ۶، لغمان کې ۷ مرکزونه، بغلان کې ۱۵، پکتیا کې ۵۱ او کابل کې ۴۵ مرکزونه بند پاتې وو."

ښاغلي صیاد وویل په دغو ټولو مرکزونه کې به سبا یکشنبه (اکتوبر۲۱) ټاکنې کیږي او په خبره یې پوره چمتوالی ورته نیول شوی دی.

ښاغلي صیاد وویل چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون د تېرو ټاکنو په پرتله زیات وو. هغه دا خبره هم وکړه چې له ډېرو ولسوالیو څخه لا هغوی ته معلومات نه دي راغلي.

هغه وویل د رایه ورکونو تر ټولو ډېره شمېره په کابل کې وه چې څه باندې یو میلیون کیږي. په جوزجان کې بیا د ښاغلي صیاد په خبره د ښځو ونډه تر نور ګردو ولایتونو زیاته وه. د رایه ورکونو د شمېر له مخې تر ټولو ټيت ولایت ارزګان وو، د ابتدايي شمېرو له مخې په دغه ولایت کې ۵۹۱۹ کسانو رایه ورکړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په ټول افغانستان کې ټولټال ۴۹۰۱ مرکزونه پرانیستي وو او افغان امنیتي ځواکونو ته ویل شوي وو چې د همدغو مرکزونو امنیت خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG