د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په ورځ ۲۷ کسان وژل شوي - چارواکي


په ټول افغانستان کې د ټاکنو په ورځ ۱۹۳ پېښې شوي دي.
په ټول افغانستان کې د ټاکنو په ورځ ۱۹۳ پېښې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنوو په ورځ په ټول افغانستان کې ۱۹۳ امنیتي پېښې راپور شوي.

د ټاکنو د ورځې تر ټولو خونړۍ امنیتي پېښه د کابل ښار ځانمرګی برید بلل کیږي چې ۱۵ پولیس او عام خلک یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې د ټاکنو په ورځ د ۱۹۳ پېښو له ډلې یې ۹۳ د ټاکنو اړوندې پېښې دي. په دوی کې د ټاکنو پر سیمو، کارکوونکو او مرکزونو بریدونه دي او پاتې نور یې د ښاغلي دانش په خبره یې پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفانو بریدونه وو.

نوموړي وویل چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرې په ټاکنو کې ۴۰۰ امنیتي پېښې شوې وې. نوموړي طلوع تلویزون ته وویل چې په ټول افغانستان کې ټولټال ۴۹۰۱ مرکزونه پرانیستي وو او افغان امنیتي ځواکونو ته ویل شوي وو چې د همدغو مرکزونو امنیت خوندي کړي.

هغه وویل یوازې د ټاکنو یو محل په بغلان کې د امنیتي ستونزو له کبله یو ساعت بند و، نور ټول مرکزونه پرانیستي و.

د ټاکنو کمیسیون وايي شاوخوا ۸میلیونه خلکو نوملیکنه کړې وه چې رایه به ورکوي. په کابل کې تر ټولو ډېر او فاریاب کې تر ټولو کمو کسانو رایه ورکړې ده. پایلې به یې یوه میاشت وروسته اعلان شي.

XS
SM
MD
LG