د لاس رسي وړ اتصالات

د شلو ورځو انتخاباتي کمپاین کې ۵۴ ملکي وګړي وژل شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره وايي، د ولسي جرګې د نوماندانو ترمنځ د تیرو شلو ورځو ټاکنیزو سیالیو پر موده کې ۵۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۶ نور ژوبل شوي دي.

میرمن سیما سمر د پنچشنبې په ورځ د ولسي جرګې د نوماندانو ترمنځ د ټاکنیرو سیالیو د پای ته رسیدلو وروسته یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه، چې د حمل په ۲۵ پیل شوی وو، د دغه بهیر د پای نیټې پورې هم له سلو زیات ملکي وګړي په امنیتي پیښو کې وژل شوي وو او ۱۶۰ نور ژوبل شوي وو

میرمن سمر وویل " په تاسف سره د ټاکنو پر مهال لکه، چې خبریاست په مختلفو سیمو کې تروریستي بریدونه ترسره شوي، ډیرجدي ځانمرګي بریدونه وو، یا چاودنې وې، چې وروستی یې پرون وو. په مجموعي ډول د بشري حقونو کمیسیون دیرش بریدونه ثبت کړي، چې په سیالیو کې، چې کوم تلفات پیښ شوي په مجموعي ډول ۲۴۰ تنه دي، چې ۵۴ شهیدان دي او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي، دا شمیر مونږ ثبت کړی، خو کیدای شي، چې شمیر به له دی زیات وي او مونږ به په دې نه یو توانیدلي، چې ثبت یې کړو".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د غبرګولی د پنځمې راهیسې، چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پیل شوې د چهارشنبې تر ورځې د یوې ښځینه نوماندې پرته، چې په ترافیکي پیښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، پاتې نهه نور نوماندان په امنیتي پیښوکې وژل شوي دي.

په مجموعي ډول د بشري حقونو کمیسیون دیرش بریدونه ثبت کړي، چې په سیالیو کې، چې کوم تلفات پیښ شوي په مجموعي ډول ۲۴۰ تنه دي، چې ۵۴ شهیدان دي او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي،
په مجموعي ډول د بشري حقونو کمیسیون دیرش بریدونه ثبت کړي، چې په سیالیو کې، چې کوم تلفات پیښ شوي په مجموعي ډول ۲۴۰ تنه دي، چې ۵۴ شهیدان دي او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي،

میرمن سمر ټینګار وکړ، چې په ملکي بنسټونو باندې بریدونه جنګي جنایت دی او د حکومت له وسله‌والو مخالفینو څخه یې وغوښتل، چې د انتخاباتو په ورځ له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرۍ دغه راز وویل چې افغان امنیتي او دفاعي بنسټونه باید د ټاکنو په ورځ د ۵۱۰۰ مرکزونو امنیت خوندي کړي او له بهرنیو ځواکونو څخه یې هم په دې برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

میرمن سمر په ځانګړي ډول د ښځینه رایې ورکونکو مرکزونو ته د زیاتې پاملرنې او د هغوی د امنیت په ساتنې ټینګار وکړ.

هغې زیاته کړه، چې اکثره ښځې بې‌سواده دي او تیرو تجربو ته په کتو ځینې کسان هڅه کوي، چې د هغوی له بې‌سوادۍ څخه ناوړه ګټه واخلي .

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې له خلکو څخه وغوښتل، چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او له دې لارې د ولسواکۍ نظام په جوړولو کې خپل مسولیت ادا کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرۍ همداشان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه د شفافو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه وکړه ا وې ویل، چې د رایو د شمیرلو بهیر باید په شفافه او صادقانه توګه ترسره شي، څو په دغې ډیموکراتیکي پروسې باندې د خلکو باور له منځه لاړ نه شي.

د درغلیو د کمولو لپاره به د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون چارواکي په هر مرکز کې حاضر وي،
د درغلیو د کمولو لپاره به د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون چارواکي په هر مرکز کې حاضر وي،

د بلې خوا په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازيله ټولو افغانانو غوښتي، چې د تلې د ۲۸ مې ورځې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي او د شفافیت لپاره خپله لاسونه راونغاړي او د شفافو ټاکنو ترسره کیدو په برخه کې رول ولوبوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونومرستندویه پلاوي دفتر په یو بیان کېد ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتوله خولې ویلي، چې هر څوک دې هڅه وکړي،چې که درغلي وګوري یا شک ولري، نو د اړوندو افغان چارواکو سره دې په اړه شکایت ثبت کړي. د یوناما له خوا په دغه خپور شوي بیان کې یوناما په ځانګړي ډول په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د پیزندګلوۍ لپاره په لومړي ځل د بایومټریک سیستم د کارونې یادونه کړې او ویلي دي، چې رایه ورکوونکي یوازې کولی شي د رایې اچونې په هغو مرکزونو کې خپله رایه واچوي، چیرې یې چې خپل نومونه لیکلي وي.

د یوناما مشر ویلي، چې درغلي د نوماندانو په ګټه نده " دوی به د رایو د غلا کولو سره تړاو ولري او ددوی د ملاتړ کونکو باور به تر پوښتنې لاندې راشي، نو ځکه پخپله کاندیدان باید خپلو ملاتړ کونکو ته د اړوندې موضوع په اړه څرګند اخطار ورکړي. هیڅ افغان باید درغلي ونه مني."

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د تلې په شپږمه پیل شوې ټاکنیزې سیالۍ تیره شپه (تلې ۲۵ مه) دولس بجې پای ته رسیدلي او د ټاکنو د ورځې ۴۸ ساعته وړاندې د چوپتیا پړاو پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG