د لاس رسي وړ اتصالات

د هکرانو د برید په اړه د ټاکنو د کمیسیون د ویاندویانو متناقضې څرګندونې


د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو ټولولو مرکز
د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو ټولولو مرکز

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاندویانو د دغه کمیسیون پر اطلاعاتي مرکز د هکرانو د بریدونو په اړه ضد او نقیض څرګندونې کړې دي.

د کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۰) امریکا غږ ته وویل چې یو شمېر هکرانو د کمیسیون د اطلاعاتو پر مرکزي سرور بریدونه کړي دي خو بریالي شوي نه دي چې سیستم ته زیان ورسوي.

د هغه په وینا د دیرملوګ شرکت د کمیسیون د مرکزي سرور سیستم د خوندي ساتلو او د سایبري بریدونو د مخنیوي مسولیت په غاړه لري. ښاغلي ابراهیمي وايي چې د کمیسیون د سرور امنیت ډېر قوي دی. په دې سیستم کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه ټول معلومات او ارقام ثبت شوي.

د ښاغلي ابراهیمي له دغو څرګندونو څو شیبې وروسته د کمیسیون بل ویاند علي افتخاري امریکا غږ سره په تماس کې دا خبرې رد کړې. نوموړي وویل چې د کمیسیون پر مرکزي سرور هېڅ ډول انټرنټي برید نه دی شوی.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي چې د رایو د شمیرلو د بهیر د چټک کولو لپاره یې له جرمني څخه دوه کارپوهان غوښتي دي. د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپتمبر په ۲۸ نیټه وشوې او ټاکل شوې چې بله اونۍ یې ابتدايي نتایج اعلان شي.

XS
SM
MD
LG