د لاس رسي وړ اتصالات

غني: داسې ښکاري چې پنځه کاله نور هم ولسمشر یم


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني له اونیزې، دیر شپیګل، سره په یوه تازه مرکه کې هیله ښودلې چې پنځه کاله نور به هم ولسمشر وي.

نوموړي ویلي دي چې باید د ټاکنو د پایلو رسمي اعلان ته منتظر واوسي خو انتخاباتي ډله یې ډېره هیله منه ده. هغه وویل: "دا په افغانانو پورې اړه لري. داسې ښې نښانې شته چې زه به پنځه کال نور هم ولسمشر یم چې د افغانستان لپاره ډېر کار وکړم. خو د نورو په څېر باید موږ هم د ټاکنو پایلو ته انتظار وباسو."

تر دې دمه په انتخاباتو کې د ښاغلي غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون ځینو انتخاباتي ډلو د ټاکنو د ګټلو ادعا کړې ده، خو د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې کاندیدان باید دا کار ونکړي او رسمي پایلو ته منتظر شي.

ښاغلي غني وویل که یې ټاکنې ونه ګټلې، بېرته به خپلې پخوانۍ دندې ته ګرځي چې په پوهنتون کې استادي وه. هغه په مرکې کې له طالبانو سره د سولې په اړه هم وغږېده او وویل چې افغانستان ته د طالبانو راتګ له یو قوي ضمانت پرته ناشونی دی.

هغه وویل: "له طالبانو سره په هر ډول جوړ جاړي کې باید د افغانستان اساسي قانون، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مسئلې او دموکراسي په پام کې ونیول شي، له دوی پرته مذاکرات مانا نلري. موږ په حکومت او ټولنې کې له قوي (وسپنیز) ضمانت پرته طالبان نشو منلی... ما په خپل ژوند کې له ثبوت پرته پر هېچا هم باور نه دی کړی."

ښاغلي غني وویل چې طالبانو ته به نه تسلیمیږي او په خبره یې که طالبان دا فکر کوي چې کابل ته به راځي او دا شوي پرمختګونه به ختموي، هغوی تېروتلي دي.

هغه وايي طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتولو سره کوښښ وکړ چې وښایي د سولې تړون هغو ته د بري په مانا دی او ګواکې افغان ځواکونو ماتې خوړلې ده، خو " کابل ویتنام نه دی چې خلک له هېواد څخه د تېښتې لپاره په الوتکه کې ځانونه ځوړند کړي."

ښاغلي غني وویل چې دا ځل به د ۲۰۱۴م کال په څېر ګډوډي نه وي او دا ځل "موږ د واک د وېش پر سر ناندریو ته وخت نلرو". هغه وویل چې افغانستان داسې یو حکومت ته ضرورت لري چې د سولې، افغانانو د ژوند د ښه والي او نورو مهمو مسایلو ته جدي پام وکړي.

هغه وویل د تېرو پنځو کلونو په څېر دوه سره حکومت دغو ستونزو ته ځواب نشي ویلي. افغان ولسمشر وویل چې طالبان رول لرلی شي خو باید په ټاکنو کې ګډون وکړي او خلک یې ننګه وکړي.

XS
SM
MD
LG