د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمېسیون: تر څلورو ورځو به وروستۍ پایلې اعلان شي

عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې به تر راتلونکو درې یا څلورو ورځو پورې اعلان شي.

د دغه کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار نن دوشنبه «سلواغې۲۸مه» خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون ۹۰سلنه پرېکړو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له پرېکړو سره مطابقت لاره او ستونزه پکې نه وه.

د افغانستان د شکایتونو کمېسیون دوې اونۍ مخکې د استېنافي اعتراضونو د څېړلو په اړه خپلې پایلې د ټاکنو له کمېسیون سره شریکې کړې چې پکې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس د۱۳۷۶۳۰ مشکوکو رایو ۱۰ سلنه او ۱۰۲۰۰۰ تر وخت مخکې ثبت شوو رایو ۱۵سلنه بیا ارزولو غوښتنه شوې وه.

ښاغلي دانشیار وویل: "د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لخوا چې د لسو او ۱۵سلنو د تطبیق په اړه کومې پرېکړې شوي وې، د دغو فیصیدو له مخې ۹۰سلنه یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د شوو پرېکړو سره مطابقت درلود او ستونزه پکې نه وه."

هغه زیاته کړه: "تاسو ته ډاډ درکولای شم چې تر راتلونکو درې یا څلورو ورځو پوري به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړو."

د ټاکنو کمېسیون مسؤلین وايي چې له له ټاکل شوي وخت څخه مخکې او مشکوکو رایو ځانګړی تفتیش چې تېره ورځ پیل شوی و نن دوشنبه پای ته ورسېد.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون دغه کمېشنر د «ثبات او همپالنې» ټېم د یو شمېر پلویانو او مشرانو د ګواښونو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې کمېسیون خپلې چارې د افغانستان له قوانینو سره سمې مخته وړي او زیاته یې کړه چې سیاسي فشارونه به د دغه کمېسیون پر کارونو کومه اغېزه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ولسمشر غني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم ګواښ وکړ که چیري د ټاکنو پایلې د دولت جوړونکي ټېم په ګټه اعلان شي، موازي حکومت به اعلان کړي.

تېره ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس او د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي هم وویل که ټاکنې د دوی په ګټه اعلان نشي د عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت به رامنځته کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د ټاکنو د پایلو په اړه د ده او د « ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم د مشرانو دریځ یو او روښانه دی.

د افغان ولسمشریزې ټاکنې چې له تر سره کېدو یې شااوخوا څلور میاشتې تېریږي تر دا مهاله یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG