د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمېسیون د جنجالي رایو بیا شمېرل او تفتیش پیل کړل


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر پيل کړ.

کمېسیون وايي چې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس یې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د نهو ولایتونو د جنجالي رایو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر پيل کړ.

د دغه کمېسیون یوه ویاند علي افتخاري نن یکشنبه (سلواغې۲۷مه) امریکا غږ ته وویل:"د نهو ولایتونو د رایو بیا شمېر پیل کیږي چې کندهار، بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزني، ننګرهار،هلمند او کابل ولایتونه پکې شامل دي."

نوموړي زیاته کړه چې په دری ولایتونو سرپل، غزني او هلمند کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر بشپړ شوی دی. ټاکل شوې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس د۱۳۷۶۳۰ مشکوکو رایو ۱۰ سلنه او ۱۰۲۰۰۰ تر وخت مخکې ثبت شوو رایو ۱۵سلنه بیا وارزول شي.

د «ځانګړي تفتیش» بهیر به په کابل کې د دغه کمېسیون په مرکزي دفتر کې کیږي. تر دې مخکې کمېسیون د پنجشیر د ولایتي دفتر مسؤلین نغدي جریمه او په فاریاب کې د څلورو محلونو رایې هم باطلې او له سیستم څخه ایستلې وې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټولو کاندیدانو له ناظرینو، د رسنیو له استازو او له ټاکنو څخه د ملاتړ له بنسټونونو وغوښتل چې د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش په بهیر کې ګډون وکړي.

معلومه نه ده چې د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش دا بهیر به څومره وخت ونیسي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې له تر سره کېدو یې شااوخوا څلور میاشتې تېرېږی تر دا مهاله یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

XS
SM
MD
LG