د لاس رسي وړ اتصالات

د رای اچونې مرکزونه سهار ۷بجې پرانیستل کېږي او ۳ بجې تړل کېږي-کمېسیون


د افغانستان ولسمشریزې سبا تر سره کېږي
د افغانستان ولسمشریزې سبا تر سره کېږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، ټاکل شوې، د شنبې په ورځ د تلې په شپږمه په ټول افغانستان کې د سهار له اوو بجو د رایې اچونې بهیر په ۴۹۲۸ د رایې اچونې په مرکزونو کې پیل او د غرمې وروسته تر دریو بجو به دوام وکړي.

افغانستان کې انتخابات پیل شول. دا ویدیو وګورئ:

دا کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست د ټاکنو څخه به د شااوخوا یوسل او پنځه څلویښت زرو څارونکو، د ګوندونو او نوماندانو استازي څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې میرمن هوا عالم نورستانۍ یو خبرې کنفرانس ته وویل، چې ۴۴۵ مرکزونه به بند وي، او وايي، چې تړل شوو مرکزونو څخه به د رایو هیڅ پایلې ترلاسه نشي.

میرمن نورستانۍ وویل:"د انتخاباتو پروسې د شفافیت لپاره له بایومټریک دستګاو څخه استفاده کېږي، او دغه ستګاوې، د درغلیو د مخنیوي لپاره چمتو شوي دي."

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې د ټاکنیز بهیر له پای ته رسېدو ۴۸ ساعته وروسته به د رای ورکوونکو شمېر اعلان شي.

دغه کمېسیون همدارنګه له ټولو اړخونو وغوښتل چې د ټاکنو پروسې په اړه له وړاندوینو څخه ډډه وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې سبا د میزان میاشتې پر اومه پیل شي.

په دغو ټاکنو کې پنځلس نوماندان پخپل منځ کې سیالي کوي.

تر دې مخکې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ هم وویل، چې له تخنیکي اړخه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د افغانستان امنیتي ارګانونو هم د یادو ټاکنو د ښه تر سره کېدو په هدف د امنیتي تدابیر, ډاډ ورکوي او زیاتوي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره ۱۰۰زره امنیتي سرتېري ګمارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG