د لاس رسي وړ اتصالات

د برښنا شرکت وایي د ازبیکستان څخه د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه نه ده حل شوې


د برښنا پرچاوي په اړه د کابل ښاریانو د انتقادونو سره هم مهاله، د افغانستان برښنا شرکت وايي چې دغه هیواد ته د ازبیکستان وارداتي برښنا قطعه شوې او تر دا مهاله رامنځته شوې تخنیکي ستونزه نه ده هواره شوې.

د فریدون په نوم د کابل ښار یو اوسېدونکي د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې د ژمي په رارسېدو او هوا د یخوالي سره، په مرکز کابل کې د برښنا پرچاوۍ په بېساري ډول زیاتې شوي او هغوی په شپه او ورځ کې یوازې دوه یا درې ساعته برښنا لري.

نوموړي زیاته کړه: "څو اونۍ کیږي چې له برښنا څخه هیڅ خبر نسته. په ورځ کې هیڅ برښنا نلرو، یوازې د شپې او یا هم ماښام ځيني وختونه او ځينې وختونه ناوخته د شپې زموږ برښنا راځي او له هغه څخه هم سمه استفاده نشو کولای."

د احمد جاوید په نوم د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې د خیر خانې سیمه کې د خیاطۍ دوکان لري وایي چې د برښنا پرچاوي یې د کار جریان له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وویل چې د برښنا پرچاوي د زیاتوالي له امله یې کار له خنډ سره مخ شوی دی. نوموړي زیاته کړه: "زموږ کارونه له څو میاشتو له تاوان سره مخ شوي دي، خو اوس چې برښنا قطعه شوې ده، څه باندې یوه اونۍ کیږي چې د خیاطۍ دوکان مي بند کړی دی."

جاوید زیاته کړه چې د خیاطۍ زیات ماشینونه یې برېښنايي دي او په خبره یې هغوی د جنراتور د رانیولو توان نلري.

پر همدې مهال د افغانستان د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په کابل او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې د برښناوي پرچاوي زیاتوالی مني او وايي چې ددغه ستونزې د هواري لپاره یې هڅې روانې دي.

میوندي زیاته کړې: "په دې شپو او ورځو کې د برښنا وضعیت غیر نورمال دی او د هغه اساسي عوامل، دا دي چې هغه اندازه برښنا چې له ازبیکستان څخه افغانستان ته راځي د هغوی د څرګندونو په اساس (ازبیکستاني چارواکي) د هغه هیواد د برښنا تولید شبکو کې ستونزه رامنځته شوې ده او هغوی نشي کولای چې د قرارداد مطابق برښنا موږ ته صادره کړی."

د افغانستان برښنا شرکت تیره اونۍ ویلي و چې افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برښنا جریان د تخنیکي ستونزو له امله کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته قطعه شوی دی او په خبره یې دغه ستونزه به ژر هواره شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې څخه په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د روان کال تر پای ته رسېدو پوري له ازبیکستان سره د وارداتي برښنا تړون لاسلیک کړی و.

د دغه تړون په اساس، ازبیکستان ژمنه کړې وه چې د روان کال په اوږدو کې به، د ۱۰۰ میلیون ډالرو په بدل کې افغانستان ته دوه میلیارډ کیلواټ برښنا افغانستان ته صادره کړي.

افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

XS
SM
MD
LG