د لاس رسي وړ اتصالات

د اوزبیکستان وارداتي برېښنا لین کې تخنیکي ستونزه؛ کابل ته برېښنا قطع شوې


د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دغه هیواد ته د اوزبیکستان وارداتي برېښنا جریان د تخینکي ستونزو له امله قطع شوی او د هواري لپاره یې هڅې روانې دي.

د برېښنا شرکت مسؤلینو د یکشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لېندۍ ۱۳) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي: "هېواد ته د ازبکستان ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا مزي د نائب آباد سب سټېشن او اوزبیکستان ترمنځ ساحه کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شوي دي، چې له امله یې د اوزبیکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده."

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان برېښنا شرکت او اوزبیکستان د برېښنا چارواکو د رامنځته شوي ستونزې د هواري په اړه ګډې هڅې پيل کړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت همدارنګه ویلي چې په هیواد کې د برېښنا پرچاوي د مخنیوي په هدف یې د ترکمنستان وارداتي برېښنا یو سرکت له کابل سره نښلولی دی.

افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو سره په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زیاتیږي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخامخ وي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په په وروستیو اونیو کې په دغه ولایت کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او په شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برېښنا لري.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي فرید امریکا غږ ته وویل: "له څو اونیو په دېخوا، د برښنا پرچاوي زیاته شوې ده او په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه یا دری ساعته برښنا لرو."

د کابل ښار دغه اوسېدونکي زیاته کړه چې د برښنا برچاوي دوام د هغوی ستونزې زیاتې کړي او زیات دوکانداران اړ شوي چې د خپلو چارو مخته وړلو لپاره له جنراتور څخه استفاده وکړي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي امید چې په کابل ښار کې د عکاسۍ دوکان لري امریکا غږ ته وویل: "د ورځې په جریان کې اصلاً هیڅ برېښنا نلرو. خپل د عکاسۍ کارونو د مخته وړولو لپاره د جنراتور څخه استفاده کوم... د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې د برېښنا ستونزه یې هواره نکړه، د تیلو د بیو په ټيټولو کې هم هیڅ کار نه دی کړی."

خو برېښنا شرکت وايي چې دوی هڅه کوي په ژمي کې د برېښنا پرچاوي راکمه او خلکو ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت دوې ورځې مخکې هم ویلي و چې کابل او ۱۱ نورو ولایتونو ته د اوزبیکستان وارداتي برېښنا جریان د برېښنا د انتقالي لین د ترمیم له امله قطعه شوی دی.

XS
SM
MD
LG