د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان ته د اوزبیکستان وارداتي برېښنا یو سرکټ غیر فعال شوی'


د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په اوزبیکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله د افغانستان وارداتي برېښنا یو سرکټ پرچاو شوی چې له امله یې افغانستان ته برېښنا جریان کم شوی دی.

د یاد ریاست ویاند حکمت الله میوندي د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې په هیواد کې د برېښنا زیاتي پرچاوي مخنیوي لپاره دغه ریاست د داخلي منابعو څخه استفاده کوي او ترڅنګ یې د ترکمنستان او کابل ترمنځ د برېښنا یو سرکټ نښلول شوی دی.

هغه زیاته کړې: "د اوزبیکستان هیواد په رالېږلي پیغام کې ویلي دي چې د دوی خواته یوه تخنیکي ستونزه رامنځته شوې ده چې له امله یې د برېښنا یو سرکټ پر چاو دی او یو سرکټ کې فعال دی."

نوموړي ویلي چې په کابل کې به د برېښنا پرچاوي لږ تر لږه تر دوو ورځو پوري دوام وکړي چې وروسته به یاده ستونزه هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو سره په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زیاتیږي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخامخ وي.

خو برېښنا شرکت وايي چې دوی هڅه کوي په ژمي کې د برېښنا پرچاوي راکمه او خلکو ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي. افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

XS
SM
MD
LG