د لاس رسي وړ اتصالات

برېښنا شرکت: تر درې ورځو به د وارداتي برېښنا ستونزه هواره شي


په داسې حال کې چې په کابل کې د برېښنا پرچاوي په دې وروستیو ورځو کې زیاته شوې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په راتلونکې جنورۍ میاشت به له ازبکستان هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د پرچاوي ستونزه هواره شي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د پنجشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۶مه» امریکا غږ ته وویل چې افغانستان له ازبکستان سره د ۳۴۰ مېګاواټه برېښنا قراراد لري چې دغه هېواد اوس مهال یوازې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي.

هغه وویل:"د دې لپاره چې موږ له ازبکستان څخه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا واخلو، هغوی باید خپل سیسټمونه باید له هغوی سره عیار کړي، په هرو دوو ورځو کې هغوی باید یوه مضوع شاید پرچاو کړي، ترڅو خپلو دستګاو ته تقویت ورکوي، تر هغو چې نوي کال کې موږ ډېره برېښنا اخلو هغه ظرفیت دوی ولري."

نوموړي زیاته کړه چې ازبکستان هېواد افغانستان ته د پوره ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا برابرولو لپاره اوس مهال د خپلو انرژۍ منابعو پر تقویه کولو کار پیل کړی چې په افغانستان کې د برېښنا پرچاوي ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې ازبکستان هېواد د یادې تخنیکي‌ ستونزې د هواري په هدف کار پیل کړی چې په راتلونکې جنورۍ میاشتې کې به د برېښنا د پرچاوي ستونزه شل سلنې ته راټیټه شي.

د ازبکستان له برېښنا څخه پر کابل، سربېره، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG