د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې 


په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت وتړل شو
په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

د امريکا د متحدو ایالتونو په مرکز واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت او د نیویارک او لاس انجلس په ښارونو کې یې کونسلګرۍ وتړل شول.

د افغانستان سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي امریکا غږ ته وویل چې نن چهارشنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۵) د د واشنګټن په وخت د غرمې ۱۲:۰۰ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو ته د لنډو مراسمو په ترڅ کې سفارت «تحویل شو او هغوی به یې مراقبت» کوي.

نوموړي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت مامورینو سره مخکې له مخکې خبرې شوې وې. له دې سره په امریکا کې د افغانستان سفارت ټول سیاسي او کونسلي فعالیتونه بندل شول، همدغه راز په کونسلي برخه کې د پاسپورټ اخیستل، تمدیدول، د ویزو اخیستل او دا ډول نور فعالیتونه هم وتړل شول.

ښاغلي نجرابي وویل چې ښايي په کاناډا کې د افغانستان سفارت امریکا کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه وکړي، خو ویې ویل چې په دې اړه لا نهايي پرېکړه نه ده شوې.

د افغانستان د سفارت یو مخکني دپلومات هارون حکیمي د سفارت په تړل کېدو خواشيني ښودلې ده.

ښاغلي حکیمي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «په امریکا کي د افغان سفارت فعالیت چي نن ودرېد، د خپګان وړ دی. په ۱۹۴۳ کي پرانستل سوی دا سفارت تر ۴۰ کاله فعالیت وروسته یو ځل په ۱۹۸۳ کي تړل شوی وو چي ۱۹ کاله وروسته په ۲۰۰۲ کي بیرته پرانستل شو او تر ۲۰ کاله فعالیت وروسته تړل کېږي خو معلومه نه ده چي بیا به کله پرانستل کېږي. »

څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام تائید کړې وه چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د سخت مالي فشار او د طالبانو له حکومت سره د روابطو د نشتوالي له کبله به تړل کېږي.

دغه چارواکي ویلي وو‌ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت « د افغانستان سفارت سره په همکارۍ په داسې یو شکل د سفارت د عملیاتو د بندولو په ترتیباتو اخته دی چې د چارو تر بیا پیېلدو پورې په متحدو ایالتونو کې د دپلوماتیک ماموریت ملکیتونه یې خوندي او وساتل شي.»

دې مقام دا خبره هم کړې ده چې «دوی په اوس وخت کې دا نیت نلري چې د طالبانو له لوري ګمارل شویو دپلوماتانو ته اعتبار لیکونه ورکړي.» هغه ویلي دي چې د امریکا حکومت په واشنګټن کې د افغان سفارت د تړل کېدو په اړه له طالبانو سره بحث نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مقام د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې د افغانستان د سفارت دپلوماتان، مخکې له دې چې واېستل شي، یوه میاشت وخت لري چې په امریکا کې د پاتې کېدو لپاره د ویزو غوښتنه وکړي.

څه موده مخکې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت یوې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي وو چې د امریکا حکومت په «سیټي بانک» کې د سفارت او دوو کونسلګریو حسابونه تړلي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی، دی د جمهوریت د وخت دپلومات دی. طالبانو هم دغې څوکۍ ته خپل استازی معرفي کړی و خو ملګرو ملتونه تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG