د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیو هېوادونو کې افغان دپلوماتان د طالبانو له فشار سره مخامخ دي 


په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ
په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

په داسې حال کې چې څه باندې شپږ میاشتې کېږي طالبانو کابل نیولی او خپل حکومت یې اعلان کړی دی، خو لا هم په اکثریت هېوادونو کې د « افغانستان اسلامي جمهوریت» سفیران او استازي فعالیت کوي.

دوی وايي چې د طالبانو د حکومت له لوري له سخت فشار سره مخامخ دي چې د هغوی معرفي شوي دپلوماتان ومني. دا مهال د افغانستان شاوخوا ۶۰ سفیرانو، کونسلانو او د دپلوماتیک ماموریت مشرانو، چې جمهوري نظام ته یې کار کاوه، د طالبانو حکومت سره له کارکولو انکار کړی.

په ناروې کې د افغانستان سفیر یوسف غفورزي‌ د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «سره له دې چې موږ په ډېر ښه وضعیت کې نه یو، بیا هم په دغو سختو شرایطو کې خپل کار روان ساتو. سفارتونه لا هم [افغانستان سره] د ممکنه بشري مرستو او همکاریو د زیاتولو د هڅو لپاره مهم رول لري. همدغه راز د وضعیت د ثابت کېدو لپاره د سیاسي‌ برخې په بحثونو کې [مرسته] کولای شي.»

نوموړي وویل چې هغه او همکاران یې د طالبانو له نوي رژیم سره هېڅ اړیکه نلري او څو میاشتې کېږي‌ چې کارکوونکو ته یې معاشونه هم ورکړل شوي نه دي.

د مالي فشارونو له کبله، په بهرنیو هېوادونو کې اکثریت سفارتونه او قونسلګرۍ مجبور شوي دي چې فعالیتونه محدود کړي، د اوبو او برېښنا لګښتونه کم کړي او د لویو ودانیو څخه کوچنیو ودانیو ته انتقال شوي چې پېسې سپما او چارې روانې وساتي. دوی همدغه راز د کونسلي‌ خدمتونو فیسونه هم څه ناڅه لوړ کړي دي.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر فرید مامومندزی وايي: «سفارت له کابل څخه هېڅ ډول بودیجه او مرسته نه ترلاسه کوي. د مالي مرستو او سرچېنو د کموالي‌ له کبله، څو میاشتې کېږي موږ د خپلو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي‌، پرسونل او لګښتونه مو تر ټولو ټېټې کچې ته رسولي ‌دي.»

د افغاستان ځینو ګاونډيو هېوادونو کې دپلوماتان

پاکستان د طالبانو د حکومت له بیا راتګ څو ورځې وروسته، په اسلام اباد کې د طالبانو دپلوماتان ومنل. ښايي‌ لومړی هېواد و چې دا کار یې وکړ.

مګر دلته، هم د سپتمبر له میاشتې راهېسې د کارکوونکو معاشونه ورکړل شوي نه دي او سفارت د ویزو د صادرولو، پاسپورټونو د تمدېدولو او نکاح خطونو د تصدیق کولو له لارې په ترلاسه کېدونکو عوایدو پايي.

راپور وايي د طالبانو جنرال کونسل ته د میاشتې ۵۰۰۰۰ کلدارې ورکول کېږي، مګر تر ده مخکې د «جمهوریت» د وخت کونسل ته ۵۰۰۰ ډالر معاش ورکول کېده.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم له هغه وروسته استعفا وکړه چې طالبانو هلته خپل ژمن سفیر معرفي کړ چې چارې مخې ته یوسي.

د طالبانو حکومت همدغه راز په ایران او اوزبیکستان کې هم خپل کسان نصب کړي‌ دي. روسیې هم ویلي دي چې «دوه، درې» نوي دپلوماتان به ومني، خو وايي چې د اوسني سفیر په ځای به نه وي.‌

په روم کې بیا د افغانستان د سفیر او طالبانو د یو ملاتړي‌ دپلومات ترمنځ د سفارت د مشرۍ په سر ناندرۍ پیل شوې چې پولیسو مداخله وکړه او حکومت د سفیر ننګه وکړه.

په روم کې د افغانستان سفیر خالد زکریا وايي چې د سفارت ځینو مخکنیو کارکوونکو د طالبانو په پلوۍ ګواښونه، خشونت او نور اقدامات وکړل.

هغه وايي: «د طالبانو ادارې هڅه وکړه چې موږ تشویق کړي د هغوي استازیتوب وکړو، خو ما وویل، نه. او زما ځواب به تر هغه پورې نه وي،‌ چې په افغانستان کې یو همه شمول حکومت جوړ شوی نه وي، داسې حکومت چې طالبان یې یوه برخه وي، نه عمده برخه.»

په همدې حال کې څو میاشتې مخکې د طالبانو حکومت د سفارتونو له خبرولو پرته، اوسلو او ژینوا ته خپل استازي ‌د خبرو لپاره استولي وو. په جنورۍ کې د اوسلو تر غونډې مخکې،‌ د افغانستان بهرنۍ دپلوماتیکې دستګاه، په خاص ډول په لویدیځ کې، ‌د طالبانو په حکومت باندې کلک انتقادونه وکړل چې بشري حقونو ته درناوی نکوي.

په ناروې کې افغان سفیر وايي: «دا یو سخت وضعیت دی، خو موږ پوهېږو چې د هغو خلکو استازیتوب کوو چې د خپل تاریخ په اوږدو کې یې ډېر کړاوونه ګاللي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام د فرانسې خبري اژنس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي وو چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت له سخت مالي فشار سره مخامخ دی او ممکن راتلونکې اونۍ وتړل شي.

تر دې مخکې د افغان سفارت ځینو سرچېنو امریکا غږ ته ویلي وو چې د امریکا حکومت یې په «سیټي بانک» کې حسابونه ورتړلي دي او خپلو پېسو ته لاسرسی نلري.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل،‌ خو نړیوالې ټولنې تر دې دمه د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سره له دې چې طالبان ادعا کوي په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په دپلوماتیکې دستګاه کنترول لري، خو ملګرو ملتونو ته د دوی پېژندل شوی استازی سهیل شاهین منل شوی نه دی او هلته د جمهوریت د وخت دپلومات نصیر احمد فایق د افغانستان استازیتوب کوي.

XS
SM
MD
LG