د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر 'بلواګرو په بلجیم' کې د افغانستان په سفارت برید کړی


بلجیم کې د افغانستان سفارت
بلجیم کې د افغانستان سفارت

په بلجیم کې د افغانستان سفارت وايي چې «شپږو بلواګرو» د سفارت په ودانۍ برید کړی، په زوره ورننوتلي او یو شمېر «مهم ارزښتناک اسناد» یې ترلاسه کړي‌ دي.

د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې۵) په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا خلک «ځانونه د دموکرات افغانستان» وګړي بولي او سهار مهال په تیاره کې یې په سفارت برید کړی دی.

اعلامیه وایي بلواګرو د سفارت دروازې او کړکۍ هم ماتې کړې او د سفارت ساتونکی یې «په چاقو او پړي» ګواښلی دی.

په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزي په خپل فیسبوک کې هم دا اعلامیه خپره کړې ده. په بلجیم کې د افغانستان سفارت په اروپايي ټولنې او ناټو کې هم د افغانستان استازیتوب کوي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې سفیر هڅه وکړه له بریدګرو سره خبرې وکړي‌ او په سوله ایز او د پولیسو له مداخلې پرته دا ستونزه حل کړي، خو پولیسو مداخله وکړه، بریدګر ونیول او وضعیت یې کنترول کړ. د بریدګرو هویت لا څرګند شوی نه دی.

په اروپا کې د افغانستان یو پخواني دپلومات امریکا غږ ته د بریدګرو د یوې ویدیو په استولو ویلي دي چې دغو کسانو سفارت ته ډېر زیان رسولی دی.

په دغې ویدیو یو بریدګر چې،‌ په بلجیمۍ‌ او دري ژبو غږیږي، ادعا کوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په «افغانستان کې قانوني‌ حکومت» نشته او په خبره یې «د افغانستان دموکرات خلک د تروریست طالبانو موقت حکومت» په رسمیت نه پېژني.

د دغه بریدګر دا ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې ده. هغه وايي: «موږ د دموکرات افغانستان خلک په افغانستان کې دننه د افغانستان د مقاومت ننګه کوو. موږ د دموکرات افغانستان خلک په ټولې نړۍ کې د افغانستان له ټولنو څخه غواړو چې پاڅېږي، خپل سفارتونه دې اشغال کړي، چې غږ یې واورېدل شي او خپل وطن دې وساتي.»

دغه کس په مشخص ډول ونه ویل چې د «د افغانستان د مقاومت» څخه هدف څوک دی، مګر اوس د احمد ولي مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهه» په پنجشیر کې د طالبانو په ضد جنګیږي.

په بلجیم کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې د افغانستان د درې رنګه (ملي بیرغ) تر سیوري لاندې به فعالیت کوي.

څو ورځې مخکې د اروپا پارلمان ۲۰ استازو یو پرېکړه لیک خپور کړ چې احمد ولي‌ مسعود ته بلنه ورکړل شي چې د اروپا په پارلمان کې وینا وکړي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او په بهر کې یې د افغانستان سفارتونو ته ویلي دي چې خپل کارونه روان وساتي. اکثریت افغان دپلوماتان وايي چې د سفارتونو لګښتونه نلري او افغانستان ته بېرته تللی نشي ځکه چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند په خطر کې دی.

XS
SM
MD
LG