د لاس رسي وړ اتصالات

رویټرز: خلیلزاد او د طالبانو استازو په پاکستان کې سره ولیدل


د رویټرز خبري اژانس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د لیدنې کتنې خبر ورکړی.

دې اژانس د دوو پاکستاني منابعو په حواله رپوټ ورکړی چې ښاغلي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ٣ د طالبانو له پلاوي سره په اسلام آباد کې کتلي دي.

دغې لیدنې کتنې څه دپاسه یو ساعت دوام کړی خو د بحث وړ مسایلو د جزییاتو په اړه څه ندي ویل شوي.

تر اوسه امریکایي منابعو دغه خبر په رسمي توگه ندی تائید کړی. خو که دغه لیدنه کتنه شوې وي دا به وروسته له هغه چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د طالبانو سره مذکرات وځنډول، لومړی ځل وي چې ښاغلی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره گوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ ویلي وو هیله ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دغه دوه اړخیزې خبرې په پاکستان کې وشي.

د طالبانو یو پلاوی پدې وروستیو ورځو کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په گډون د یو شمیر پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې کړې دي.

د افغانستان دولت د طالبالنو څخه د پاکستان د هرکلي په څرنگوالي سخت انتقاد کړی او هغه یې د اوصولو خلاف عمل گڼلی دی.

د امریکا او طالبلنو ترمنځ د خبرو د بندیدو راهیسې پاکستان تل هڅه کړې چې دغه خبرې بیا پیل شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې نیویارک ته یې د سفر په ترڅ کې امریکایي مقامات د طالبانو سره خبرو ته هڅولي دي.

XS
SM
MD
LG