د لاس رسي وړ اتصالات

د اسیا والیبال کنفدراسیون د افغانستان د والیبال غوره لیګ ستایلی


Afghanistan first ever volleyball premier league final match
Afghanistan first ever volleyball premier league final match

د اسیا د والیبال کنفدراسیون افغانستان کې د والیبال د غوره لیګ لومړي پړاو سرته رسېدو هرکل کړی دی.

د اسیا کنفدراسیون پر یوې خبرپاڼې کې د افغانستان د والیبال لومړني غوره لیګ د دغه هېواد د والیبال لوبو په تاریخ کې تر ټولو مهمې لوبې ګڼلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: "د افغانستان د والیبال غوره لیګ لومړی پړاو افغانستان کې د دې لوبې تر ټولو لویې کچې لوبې دي."

د اسیا کنفدراسیون د لیګ ګټونکې لوبډلې ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې تاریخ یې پر خپل نوم ثبت کړ.

د افغانستان د والیبال غوره لیګ لومړی پړاو تېره اونۍ په کابل کې پای ته ورسېده.

د افغانستان شپږ زونونو په کچه شپږ لوبدلې په دغو سیالیو کې سره ولوبېدې چې په پایلوبې کې ام البلاد لوبډلې د بالاحصار په ماتولو اتلولي خپله کړه.

د لیګ د لوبغاړو ښه روزلو او چمتوکولو لپاره یاد لیګ ته د ایران اسلامي جمهوریت نه درې روزونکي هم افغانستان ته بلل شوي و.

XS
SM
MD
LG