د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره د خوړو پروګرام د بودیجې له کمښت سره مخامخ دی 


افغانستان یو ځل بیا په راتلونکو میاشتو کې پداسې حال کې د پراخې لوږې له خطر سره مخامخ دی، چې اړین مرستندویه عملیات په پام وړ کچه د تمویل له کمښت سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري عملیاتو د دوام لپاره ۹۶۰ ملیون ډالرو ته سخته اړتیا لري.

په افغانستان کې د WFP د ارتباطاتو مشر فیلیپ کروف امریکا غږ ته وویل: "د تمویل کمبود او خورا لوړې بیې پدې معنی دي چې WFP د دې کال په لومړیو کې سختې پریکړې ته اړ ایستل شوي، ترڅو د جون څخه تر اګست پورې فعالیتونه راکم کړي، اوسمهال د ۱۰ میلیون خلکو سره د په مرستې تمرکز کوي چې خورا عاجلو او د ژوند ګواښونکي اړتیاو سره مخ دي."

مرستندویه ادارې وايي، نږدې ۱۹میلیونه افغانان – د افغانستان د اټکل شوي نفوس له نیمايي څخه زیات – په لوړه کچه د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

په بیړنۍ توګه پیسو ته اړتیا لیدل کیږي [چې په وچه کې د ایسار افغانستان په هغو برخو کې چې د ژمي په جریان کې د لاسرسي وړ نه وي د مرستې رسولو تدارک او ذخیره وشي.

ښاغلي کروف خبرداری ورکړ: "که موږ د ژمي له پیل دمخه د اکتوبر په میاشت کې د بودجې په ترلاسه کولو او مخکې له مخکې د خوراکي توکيو په ذخیره کولو کې پاتې راشو، نو خلک به د لوږې سره مخامخ شي."

ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د لوږې او مړینې د مخنیوي لپاره، د ۴.۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه. د جولای تر ۲۸ پورې، ددې غوښتنې څه کم ۴۵ په سلو کې تمویل شوي.

متحده ایالات چې له افغانستان سره تر ټولو لوی بشردوستانه مرسته کونکی دي، د دې غوښتنې لپاره د شاوخوا ۴۶۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې، ورپسې انګلستان د ۴۰۸ میلیونه ډالرو او د اسیا پراختیايي بانک د۳۸۰ میلیونه ډالرو ژمنې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس ویسټ، په روانه اونۍ کې «ازرپورټ تلویزیون» ته وویل، "زه فکر کوم چې د متحده ایالاتو لپاره، په افغانستان کې روان بشري ناورین د تر ټولو لوړو لومړیتوبونو څخه دی چې د امریکا د پریکړې کولو لامل کیږي."

په میلیونونو کسان د خوارځواکۍ سره مخامخ دي

مرستندویه ادارې وايي، سږ کال په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان او امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې په داسې حال کې له خوارځواکۍ سره مخامخ کیږي، چې ۳.۹ میلیونه ماشومان لا له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سیو دی چلډرن افغانستان) یوې ویاندې، ساچا مایرز امریکا غږ ته وویل، "خوارځواکۍ ژوند ګواښونکې ناروغي ده او که په وخت یې درملنه ونشي، په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومان د مړینې له واقعي خطر سره مخامخ دي."

مرستندویان په داسې حال کې چې په روان کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ته د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو بشري مرستې د برابرولو ستاینه کوي، وايي چې دا هیواد اقتصادي بیا رغونې او پراختیایي مرستو ته اړتیا لري ترڅو ځان د بشري بیړنیو پیښو له تکراریدو څخه خلاص کړي.

تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته مرستندویانو له افغانستان سره پرمختیايي مرستې بندې کړې، د طالبانو نوی مشرتابه هم له سختو مالي بندیزونو سره مخ دی، چې د افغانستان بانکي سکتور یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

میرمن مایر وایي: "تقریبا یو کال تیر شو، او لا هم نړیواله ټولنه د دې مالي کړکیچ لپاره د حل لارې موندلو ته نده نږدې شوې. تر هغه چې دوی د پرمختیایي مرستو د بیا پیلولو او د اقتصاد د بیا رغولو لپاره ګامونه پورته کوي، دوی هر ماشوم ته په زیان رسیدو کې شریک دي چې د لوږې او ناروغۍ له امله مري."

بهرنۍ مرستې د افغانستان د بودیجې نیمایي برخه جوړوي، حتی مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږي.

نړیوالو بسپنه ورکوونکو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو لپاره منځني او لیسه ښوونځي پرانیزي، ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، خو د طالبانو مشران په دې ټینګار کوي چې دوی یو خالص اسلامي سیستم جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG