د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیواله اداره: افغانستان کې موله ۱۸ میلیونو څخه زیاتو کسانو سره مرستې کړي


افغانستان کې د بشري بحران د پراخیدو وروسته د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP) ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه یې له اتلس میلیونو څخه زیاتو افغانانو سره بشري مرستې کړي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې پنجشبه جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) د خپل ټویټر په پاڼه ویلي چې په تیرو شپږ نیم میاشتو کې یې مرستو ته اړو کسانو سره ۴۱۰ زره ټنه خواړه او له ۱۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو زیاتې نغدو پیسو مرستې کړي دي.

د خوړو نړیوالې ادارې همداشان د هند د حکومت سره د لس زره ټنو د غنمو د لیږد په اړه د دغې ادارې د یوې موافقې خبر هم ورکړی او ویلي دي چې د خوړو دا مرسته به اړو افغانانو ته وویشل شي.

د هندي غنمو د لیږد موافقه لیک درې ورځې وړاندې د هند د حکومت او د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP) د چارواکو ترمنځ په نوي ډهلي کې لاسلیک شوی دی.

د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP) د هند د غنمو دا مرسته افغانستان کې نږدې ۱۹ میلیونو کسانو ته چې په لوړه کچه د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي ډیره مهمه بللې او له هند څخه یې د نورې بشري مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د خوړو نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې د غنمو دا مرسته افغانانو سره د هند د غنمو د مرستو وروستۍ جوپه ده ، چې دغه هیواد افغانستان سره د برابرولو ژمنه کړې وه.

د خوړو نړیوالې ادارې ویلي چې تراوسه له هند څخه افغانستان ته په څلورو جوپو کې د هند غنم لیږدول شوي چې اړو افغانانو ته په ټول هیواد کې ویشل شوي دي.

د خوړو نړیوالې ادارې په یو خبر پاڼه کې ویلي " د هند غنم هغو کورنیو ته چې د لوږې سره مخ دي ژغورونکي مرسته وه او دغه هیواد سره د نړیوالو بشري مرستو په برخه کې د خوړو یوه مهمه برخه وه. دغسې سخاوتمندانه ملاتړ د خوړو نړیوالې ادارې او د هغوی شریکانو سره مرسته کړې ترڅو افغانستان کې د یوې انساني فاجعې د پیښیدو مخنیوی وکړي".

د هند حکومت افغانستان سره د ۵۰۰ زرو ټنو غنمو د مرستې ژمنه کړې وه. د دغو مرستو لومړۍ جوپه د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۲ د پاکستان او هند ترمنځ د واګې له لارې افغانستان ته لیږدول شوې وه.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوالې ادارې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې سره سره چې افغانستان کې د هوا سړیدو ته کمې میاشتې پاتې دي دا اداره هڅه کوي چې د ژمي د موسم د پیلیدو وړاندې په لروپرتو سیمو کې مرستې ته اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوالې ادارې رئیس ډیویډ بیسلي د دې وړاندې ویلي وو چې دا اداره مرستې ته اړو افغانانو ته د مرستې د رسولو په برخه کې د بودیجې د کمښت سره مخ ده.

د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP) رئیس ډیویډ بیسلي د جوزا د میاشتې په لسم په یو ټویټ کې ویلي وو، چې افغانستان کې مرستو ته د اړو خلکو د ژغورنې لپاره دا اداره یوازې لسو میلیونو کسانو ته د مرستې لپاره بودیجه لري.

هغه ویلي وو، چې د خوړو نړیوالې اداره افغانستان کې مرستې ته اړو کسانو لپاره د خوړو د برابرولو په برخه کې ۱،۲ ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG