د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د طالبانو له راتګ وروسته افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی


د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) ویلي دي چې په تېر اګست کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې، په دغه هېواد کې بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

دغه ادارې نن سه شنبه ۱۹ جولای (چنګاښ ۲۸) په یوه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر اوس ۲۴.۴ میلیونو ته رسیدلی دی، په داسې حال کې چې دغه شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې ۱۸.۴ میلیون و.

د سیګار په راپور کې ویل شوي، دا وخت نږدې ۲۳ میلیون افغانان د خوراکي موادو بېړنیو مرستو ته ضرورت لري، چې دا شمېر د ۲۰۲۱ کال له مارچ څخه تر مۍ پورې د مودې په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د جګړو له امله د داخلي بې ځایه شویو افغانانو شمېر چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې ۶۷۰ زره وو، اوس ۷۱۰ زرو ته لوړ شوی دی.

سیګار وايي، خیریه موسسو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د خوړو د کمښت، وچکالۍ او ساري ناروغیو له امله وضعیت نور هم خراب شي.

په راپور کې راغلي چې د پسرلي په موسم کې په افغانستان کې د زراعتي حاصلاتو رسېدل په دغه هېواد کې د خوراکي موادو اړتیا تر یوې اندازې پوره کوي، خو د تېر کال د سختې وچکالۍ له آمله چې په تېرو درې لسیزو کې یې ساری نه درلود، کرهنیز حاصلات اغېزمن شوي دي.

سیګار وايي چې د امریکا متحدو ایالتو د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې تر پایه په افغانستان کې د حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې څه باندې ۳۶ میلیارده ډالر لګولي دي.

د سیګار د راپور له مخې، ددې پیسو څه باندې ۲۱ میلیارده ډالر یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادي‌ همکاریو بودیجې (ESF) او د امریکا د نړیوالي پرمختیايي ادارې (USAID) له خوا لګول شوي دي.

خو افغان سیاسي څیړونکي په دې باور چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره د امریکا زیاتره مرستې په پوځي موخو باندې لګول شوي دي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه، دریا خان بهیر وايي: "که پیسې په بنسټیزو چارو او غټو پراختیايي پروژو باندې په مصرف رسیدلي وای، خلکو ته د اشتغال زمینه مساعده شوې وای،‌ او په افغانستان کې د انرژۍ د تولید لپاره کار شوی وای، نو نن به د افغانستان د خلکو اقتصاد په مراتبو بهتره و."

سیګار وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست او سپتمبر میاشتو کې له یوې کتنې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو نړیوالي پرمختیايي ادارې پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره د مرستي د پاره خپل اکثریت پروګرامونه بند کړي چې په دغه هېواد کې روان حالت وارزوي او باوري شي چې د امریکا د هغو شریکانو امنیت به خوندي وي چې له افغانستان سره د مرستو او پرمختیایي چارو په برخه کې کار کوي.

د امریکا د مرستو له سره پیلېدل

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړې اداره وايي، له هغه راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو نړیوالي پرمختیايي ادارې د افغانستان دپاره له لسو زیات پروګرامونه بیرته پیل کړي دي.

سیګار وايي، د غیردولتي موسسو له خوا پلې کېدونکو دغو پروګرامونو هدف دا دی چې د افغانستان د روغتیا، معارف، زراعت او خوړو د اړتیا د پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي او همدرانګه په دغه هېواد کې د مدني ټولنې، بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.

د افغانانو دپاره د امریکا د مرستو ددغه پروګرامونو سره هم مهاله، ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د روان بشري بحران د مخنیوي دپاره ۴.۴ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

ملګروملتونو همدارنګه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۶۲۳ میلیونه ډالرو اضافي پیسو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې د افغان کډوالو اړتیاوې پرې پوره کړي.

دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې پیسې دي چې د یوه هېواد سره د مرستې دپاره غوښتل کیږي.

د ملګرو ملتونو مرسته

سیګار وايي، امریکا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له هغه پلان سره همکاري کوي چې له مخې یې په افغانستان کې د خوراکي موادو د اړتیا پوره کولو او کرهنې په برخه کې د مرستو دپاره ۲.۶ میلیارد ډالره ځانګړي شوي دي.

سیګار وايي چې له دې جملې څخه ۲.۲ میلیارد ډالره به په افغانستان کې د روانې لوږې په ختمولو ولګول شي او ۴۱۳ میلیون ډالره به یې افغانانو ته د روزګار موندلو، بزګرانو ته د اوبو رسوونې او زراعتي تخمونو د برابرولو او له بې وزله کورنیو سره د نقدي مرستو په برخو کې ولګول شي.

په عین وخت کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي پلان لري چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون کسانو ته مرستې ورسوي او زیاتوي چې تر اوسه یې له ۱۹ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده دغه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د مالي‌ امکاناتو له کمښت سره مخ دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند، وحید اماني وايي د مالي امکاناتو د کمښت له امله مجبور دي چې د جون څخه تر اګست پورې د خوراکي توکو مرستې په ټول افغانستان کې راکمې کړي.

ښاغلي اماني امریکا غږ ته وویل: "په دغو دریو میاشتو کې مو پلان دا دی چې هره میاشت د ۱۰ میلیون شاوخوا خلکو ته مرستې ورسوو. ‌خو د سپتمبر او اکتوبر میاشتو له رارسیدو سره به موږ وکولای شو دغو مرستو ته پراختیا ورکړو او هره میاشت ۱۵ میلیون کسانو ته به مرستې ورسوو."

XS
SM
MD
LG