د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په برازیل کې د شپږو هېوادونو ترمنځ په سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو پایلوبه د یکشنبې په ماښام (اکتوبر ۱۸مه) د ساو ژوزه دوس پنهایس په لوبغالي کې وه چې برازیل په کې افغانستان ته ۶-۰ ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
برازیل د پایلوبې په لومړۍ نیمایي کې یو ګول او په دویمې هغې کې پنځه ګولونه ووهل.
د لوبې په دویمې نیمایي کې افغان لوبغاړو عباس حیدري او سید مرتضی حسیني ته په لوبې کې د تېروتنو له کبله سره کارتونه ورکړل شول او له لوبې څخه وایستل شول. د دوو لوبغاړو په وتلو سره د افغان لوبغاړو شمېر کم شو او لوبه لاپسې سخته شوه.
د افغانستان د دغو سیالیو په ګروپي مرحلې کې له جاپان سره صفر-صفر لوبه مساوي کړه خو پیرو ته ۳-۰ او کیپ ورد ته یې ۴-۲ ماتې ورکړه.
دا سیالۍ د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۸ پورې د افغانستان، برازیل، جاپان، پیرو، اندونیزیا او کیپ ورر لوبډلو ترمنځ وشوې.
فورم \ دبحث خونه