د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: طالبان د شلو زرو جنګېالو په زور ماتولې شم


د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال دوستم د طالبانو د ځپلو لپاره د شل زره کسیز ځواک د جوړیدو خبره کړې ده
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال دوستم د طالبانو د ځپلو لپاره د شل زره کسیز ځواک د جوړیدو خبره کړې ده

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ویلي دی چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره په مشوره د افغان ملي اردو په څنگ کې په شل زره کسیز ځواک سره به د افغانستان څو ولایتونه د طالب یاغیانو څخه پاک کړي.

عبدالرشید دوستم دا موضوع له دولت سره په جوزجان کې د ٢٢٠ وسله والو جنگیالیو د یوځای په مراسمو کې په تیلفوني خبرو کې بیان کړه. د جوزجان ولایت سیمه ییز مسولین وایي چې دا وسله وال د ښاغلي دوستم په وساطت له جگړې او مخالفت څخه لاس اخیستی او د سولې له پروسې سره یوځای شوي دي.

ښاغلی دوستم وایي "لومړی د هغو خلکو څخه چې د دولت مخالفین دي غواړم چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او د حکومت له ښیگړو څخه برخمن شي. او که مخالفت ته دوام ورکړي د جمهور رئیس اشرف غني په مشوره یو شل زره کسیز ځواک به جوړ او د بادغیس او هرات او حتی په کونړ، کندز او جلال آباد کې به د وسله والومخالفینود له مینځه وړلو لپاره پراخ عملیات ترسره کړم."

د جمهور رئیس لومړی مرستیال ددې ځواک جوړښت په ډاگه نه کړ چې د افغان امنیتي ځواکونو څخه او که د افغان وسله وال ځواک له تشکیلاتو څخه بهر له ملیشه جنگیالیو څخه به جوړ شي:

جنرال دوستم وویل چې لومړی به کندز داسې پاک کړي چې د دولت د مخالفینو اثر په کې ونه لیدل شي. هغه وعده وکړه چې کونړ به هم د یاغیانو څخه پاک کړي او د فاریاب – هرات ترمنځ مواصلاتی لارې به خلاصې کړي.

په افغانستان کې د یو شمیر پوځي کارپوهانو په اند د یو شل زره کسیز ځواک راټولول چې تر اوسه د قانون په بنسټ د هغه تشکیل او صلاحیت نه وی مشخص شوی، په راتلونکې کې کیدای شي اندیښنې او سر خوږی رامنځ ته کړي.

د افغانستان د ملي شورا پخوانی غړی صالح محمد ریگستاني وایي که دا ځواک د افغان پوځ او ملي پولیسو له چوکاټ څخه بهر جوړ شي، په حیقیت به یو موازي قوت وي چې باید قانوني چوکاټ یې څرگند شي.

په ١٩٨٠ لسیزه کې د جنرال دوستم تر امر لاندې ملیشو د هغه وخت د جهادي ډلو پر ضد په څو جبهو کې جگړه کوله. ښاغلی دوستم په عین وخت کې چی د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال دی ، د ملي جنبش مشر هم دی چېد افغانستان د ازبکانو ستر گوند گڼل کیږي.

د امریکا غږ د څو ځلي تماسونو سره سره د افغانستان د دفاع وزارت او د جمهوري ریاست مقام په دې هکله د نظر څرگندولو څخه ډډه کړې ده.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال میرویس بیژن له بلخ څخه

XS
SM
MD
LG