د لاس رسي وړ اتصالات

د جنګي جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری؛ د طالبانو بریدونه باید بند شي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې او وايي چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د طالبانو له لوري ‌په تازه نیول شویو سیمو کې د احتمالي جنګي جنایاتو حکایت کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان مشرې مېشل بچلیت د سه شنبې په ورځ اګست لسمه (زمری ۱۹) وویل: «طالبان باید په ښارونو کې خپل پوځي عملیات ودروي. تر څو پورې چې ټول اړخونه د خبرو مېز ته راستانه شوي‌ نه وي او یو سوله ییز تفاهم ته رسېدلي نه وي، اوسنی خراب وضعیت به ډېرو افغانانو ته لا خراب شي.»

مېرمن بچلیت ویلي دي چې په ښارونو او ولسوالیو کې د طالبانو پرمختګونه په خلکو کې «ویره او اندېښنه» پیدا کړي او همدغه راز د حکومت په ننګ پاڅېدلي سیمه ایز پاڅونوال هم د هغې په خبره ولسي خلک له خطر سره مخامخ کولای شي.

نوموړې ویلي: «پوهېږو چې جګړه په ښاري سیمو کې د ولسي تلفاتو لامل کیږي او موږ پخوا هم څو ځلې د داسې پېښو شاهدان وو.»

د مېرمن بچلیت په خپرې شوې اعلامیې کې همدغه راز راغلي‌ دي: «د جولاۍ له نهمې راهېسې، یوازې په څلورو ښارونو -لښکرګاه، کندهار، هرات او کندز- کې لږ تر لږه ۱۸۳ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۱۸۱ نور ژوبل شوي چې ماشومان هم په کې دي».

هغه وايي چې دا د ملګرو ملتونو سره ثبتې شوې شمېرې دي او ښايي اصلي شمېرې تر دې هم زیاتې وي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په جګړو کې ۵۱۲۳ ولسي افغانان وژل شوي چې دا شمېر د تېر کال د همدغې مودې په پرتله ۸۰ سلنه زیات شوی دی.

دغه کمیسیون وايي چې طالبانو د سپین بولدګ له نیولو وروسته د «پخوانیو تربګنیو او شخصي ستونزو» له کبله ۱۰۰ تنه وژلي دي. طالبانو دا راپور رد کړی دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي چې « له محکمې پرته اعدامونو، د حکومت په اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو په غړو باندې د بریدونو، د کورونو، کلینیکونو او ښوونځیو د ورانولو راپورونه» ترلاسه کړي دي.

مېرمن بچلیت وايي‌ چې په ولسي خلکو باندې د طالبانو مستقیم بریدونه د بشري حقونو د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او سرغړوونکو سره باید حساب او کتاب وشي.

ملګري ملتونه وايي دا راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې طالبانو یو شمېر افغان ځواکونه له تسلیمېدو وروسته هم وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان له ټولو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

ملګري‌ ملتونه وايي د طالبانو د تازه بریدونو له پیل راهېسې لږ تر لږه ۲۴۱۰۰۰ افغانانو خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG