د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ؛ هرات بامیان ته ماتې ورکړه


دغه لیګ نن پرانیستل شو
دغه لیګ نن پرانیستل شو

د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د چهارشنبې په ورځ اکتوبر اومه (تلې ۱۶) د هرات او بامیان لوبډلو ترمنځ د یوې په زړه پورې سیالۍ په ترسره کېدو سره پیل شوې.

دا سیالۍ چې په یو طرفه توګه ترسره شوه د هرات لوبډلې د فاطمې حیدري د درېیو پرله پسې ګولونو په مټ د بامیان لوبډله ۳ – ۰ له ماتې سره مخامخ کړه.

فاطمه حیدري د ښې لوبې په ترسره کولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړې ونومول شوه.

د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ کې شپږ لوبډلې کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان ګډون لري چې په دوو ډلو ویشل شوي دي.

په لومړۍ ډله کې هرات، بامیان، جوزجان او په دویمه کې کابل، بلخ او غور حضور لري.

ټاکل شوې چې سبا د پنجشنبې په ورځ د کابل او بلخ لوبډله د یو بل په وړاندې د سیالیو ډګر ته ووځي.

د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټیډیوم کې ترسره کېږي او د اکتوبر په ۱۵مه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG