د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ لومړۍ لوبه «طوفان هریرود» وګټله


د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاو لومړۍ لوبې کې د «اباسین څپې» او «طوفان هریرود» لوبډلې سره مخامخ شوې چې طوفان هریرود ۱-۰ لوبه وګټله.

دغه لیګ د کابل پر وخت تېر ماښام (تله۴/سپټمبر۲۵) د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شو.

د لیګ برانیست غونډې کې د ولسمشر لومړي مرستیال او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.

امرالله صالح خپلو څرګندونو کې سوله هم یاده کړه او وویل: "هیله لرم چې نننۍ لوبه وکړای شو هغو کسانو ته د سولې پیغام اوسي چې د جګړې لاره یې خپله کړې ده."

په لوبغالي کې د انجونو، مېرمنو او کورنیو په شمول ګنو مینه والو لوبه له نیږدې ننداره کوله.

د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې کوم ګول ونه شو. د دویمې پاڼۍ په پیل کې د لوبې تله هغه وخت د طوفان هریرود خوا ته درنه شوه چې رحمت الله خیر خواه د خپلې لوبډلې په ګټه لومړی او یواځینی ګول وکړ.

لوبه تر پایه ۰-۱ پاتې شوه او طوفان هریرود د دغه لیګ د لومړۍ لوبې ګټونکی شو.

د فوټبال د غوره لیګ د نهم پړاو دویمه لوبه نن جمعه د میوند اتلانو او شاهین اسمايي لوبډلو تر منځ کیږي.

تېر کال دغه لیګ د طوفان هریرود لوبډلې د دریم ځل لپاره وګټه.

XS
SM
MD
LG