د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ (اکتوبر۲۳) د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د درې اړخیزې لړۍ جام وګټه.
دا په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش ترمنځ د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وه چې افغانستان یې کوربه و.
په پایلوبې کې زمبابوې افغانستان ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه، چې افغانستان له کومې لویې ستونزې پرته دا هدف پوره او لړۍ یې وګټله.
په پایلوبې کې راشد خان درې، محمد نبی، بلال سمیع او فضل حق فاروقي دوه دوه لوبغاړي وسوځول. عظمت عمرزي بیا یوه ویکټه واخیسته.
په توپ وهنې کې ابراهیم ځدراڼ پنځوسیزه وکړه او د افغانسان د بري مزل یې لنډ کړ.
افغانستان په دغې لړۍ کې زمبابوې او بنګله دېش دواړو ته ماتې ورکړې. زمبابوې بنګله دېش ته ماتې ورکړه خو پر افغانستان یې دواړه لوبې وبایللې. بنګله دېش یوه لوبه هم ونه ګټله.
بل لوري ته د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په عمان کې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د څلورو لوبو لړۍ یې ۲-۲ برابره کړه.
په وروستۍ لوبې کې افغان ځوانانو د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د بنګله دېش د ۲۲۰ منډو هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د دغو څلورو لوبو د لړۍ د سر دوې لوبې بنګله دېش او ورستۍ دوې یې افغانستان وګټلې.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله له دې وروسته د عمان د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره هم یو لړ سیالۍ لري.
فورم \ دبحث خونه