د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان سره د کرکټ‌ لوبه د هر هندي لپاره ویاړ دی- مودي


ښاغلي مودي افغان لوبډله او راشد خان وستایل
ښاغلي مودي افغان لوبډله او راشد خان وستایل

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي له افغانستان سره د هند ټسټ لوبه د هر هندي لپاره افتخار دی.

د هند او افغانستان ترمنځ‌ د ټست لوبه د جون په ۱۴ د هند په بنګلور کې وشوه او هند په لوی توپیر سره افغانستان ته ماتې ورکړه.

ښاغلي مودي هندي لوبغاړي وستایل چې د افغان کرکټ ‌لوبډلې ښه میلمانه پالنه یې وکړه او وویل چې له افغانستان د تاریخي ټسټ لوبې کول د ټولو هندیانو لپاره افتخار دی.

کله چې هند افغانستان ته ماتې ورکړه او کپ ورکړل شو، د هند کپټان اجینکا ریهاني له افغان لوبغاړو وغوښتل چې کپ ورسره یو ځای پورته کړي او ګډ تصویر ورسره واخلي.

د هند لومړي وزیر دغه راز په آی پي‌ ال کې د افغان لوبغاړي، راشد خان، د لوبې ستاینه هم وکړه. په سږني‌ آی پي ال کې د راشد خان له ښې لوبې ورسته په ټولنیزو رسینو کې یو شمېر هندیانو د هند د بهرنیوچارو له وزیرې سوشما سوراج څخه وغوښتل چې هغه ته دې د هند افتخاري‌ تابعیت ورکړي.

هغې په خپل ټویټر کې ولیکل چې دا کار د کورنیو چارو وزار دی، په همدې حال کې ولسمشر غني په خپل ټویټر کې ښاغلي مودي ‌ته ولیکل چې راشد د نړۍ د کرکټ او افغانان افتخار دی.

ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې د ولسمشر غني د دغه ټویټ یادونه هم وکړه او وویل چې ښاغلي غني هغه په ټویټر کې ټګ کړی او ورته یې ویلي‌ وو چې افغانستان راشد خان چا ته نه ورکوي.

د هندي‌ ملي راډیو (دوردرشن) د یکشنبې په ورځ (جون ۲۴) د صدراعظم نریندرا مودي‌ دا خبرې خپرې کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ د ښاغلي مودي دا څرګندونې ستایلي دي. د بورډ اجرایي مشر شفیق ستانکزي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې کرکټ‌ د دواړو هېوادونو ولسونو سره لا نژدې کوي.

افغانستان تېرکال د جون په میاشت کې دکرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شوی او خپل لومړنۍ ټست لوبه یې له هند سره وکړه. پر دې سربېره راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هغه افغان لوبغاړي دي چې د هند په سترو تجارتي سیالیو آی پي ال کې لوبیږي او دغه هېواد کې ډېر مینوال لري.

په دې وروستیو کې د نورو برخو د ډیپلوماسۍ تر څنګ د دغو هېوادونو ترمنځ ‌د کرکټ ډیپلوماسي او رابطه هم غښتلې شوې ده. هند افغانستان ته یو لوبغالی هم ورکړی چې خپل تمرینونه او نړیوالې لوبې په کې وکړې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG