د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: ایران ته د طالبانو په تګ رسمي خبر نه لرو


Archive
Archive
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی لا یې د هغه راپور په هکله په رسمي توګه څه ندي اوریدلې چې ایران ته د طالبانو د چارواکو د سفر په هکله خپور شوی دی.

د ددغه وزارت ویاند جانان موسی زی وایي: موږ دا راپور اوریدلی دی خو د سموالي یا ناسم والي لپآره به یې له ایران سره په تماس کې شو خو تر دې دمخه چې له ایران نه څه رسمي واورو تبصره کول مناسب کار ندی.

دا تبصر ه په داسې حال کېږي چې ځینو ایراني رسنیو د دغه پلاوي د سفر راپور ورکړی او ویلي یې دي چې دغه پلاوی له ایراني چارواکو سره د بیلابیلو موضوعاتو په اړوند خبري هم کړي دي
بله پلو د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ټولو افغانانو ته توصیه کړې ده چې ایران ته دي د قانوي لارې تګ راتګ کوي او د قاچي لارو څخه دي ډډه وکړي ځکه د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي سیمه د ایران د ځواکونو له خوا په کله کنټرولېږي په خاصه توګه په دې ورستیو کې چې په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې روانې دي.

د باندنیو چارو د وزارت په بیانیې کې راغلي دي چې ایران ته غیري قانوني تګ راتګ ډیره خطرناکه دی او تر اوسه پوري په کښي زیات شمیر افغانان وژل شوي او ټپي شوي.

د باندنیو چارو وزارت ټولو افغانانو ته چې ایران ته تګ راتګ کوي سپارښتنه کړې چې د سمې قانوني لارې دي سفر کوي او د پاسپورټ او ویزې پرته دي دغه هیواد ته نه ځي.
XS
SM
MD
LG