د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په مسکو کې د افغانستان په اړه د ننۍ غونډې په جوړیدو اندیښمن دي او غواړي چې دا مسئله د ډیپلوماتیکي لارو نه د غونډې د برخه والوهیوادونو سره وڅیړي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد امریکا غږ ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان د استازو نه موجودیت پخپله د پوښتنې وړ دی.
ښاغلي ازاد وویل "د افغانستان په اړه په هره جوړیدونکې غونډه کې، چې د افغانستان استازي نه وي مونږ یې د خپل هیواد په ګټه نه بولو".
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل، دوی به د دغې غونډې په اړه، چې ښاغلي ازاد د پردې تر شا د شک ډکه غونډه وبلله، وضاخت وغواړي.
ټاکل شوې نن په مسکو کې د چین، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په یوه ناسته کې د افغانستان په مسئلو سره خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا په اسلام اباد کې امریکا غږ ته ددې غونډې په هکله ویلي چې په دې غونډه کې به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت معین اعزاز چودري د دغه هیواد استازیتوب وکړي.
ښاغلي ذکریا وویل "په دې رامنځ ته شوي فرصت کې به د افغانستان د وضعیت په ګډون د سیمیزې سولې او ثبات پر مسلو غیر رسمي خبرې او بحث وشي".
پاکستاني چارواکي وایي، چې کیدای شي د ایران استازی هم د دغو دریو هیوادونو په راتلوونکو غونډو کې برخه واخلي.
دا لومړی ځل دی چې روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
د افغانستان د چارو کارپوهان دا ګڼي چې د امریکا او روسیې ترمنځ ستونزې د دې سبب شوي چې په دې غونډه کې افغانستان ته بلنه ورنکړل شي.
د افغانستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل، چې د امریکا او روسیې ترمنځ په اړیکو کې ستونزې د دې سبب شوي چې په دې غونډه کې د افغانستان پرځای پاکستان ته بلنه ورکړل شي.
پخپله د دغو هیوادونو چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش حضور د دې سبب شوی چې دا هیوادونه دغسې یوه غونډه جوړه کړي.