د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نړۍ کې تر ټولو لوی بشري ناورین جوړېدو په حال کې دی ـ OCHA


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) وايي، افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین جوړېدو په حال کې دی.

په اسیا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن دوشنبه نومبر ۲۹ (لېندۍ ۸) ویلي چې د افغانستان په هرو دوو کسانو کې یو نه پوهیږي چې د دوی راتلوونکي خواړه به له کوم ځای څخه راځي.

یاد سازمان زیاته کړې چې په څلورو کې یوه اومیندواره مېرمن او په دوو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په دوو کسانو کې یو تن یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې، نارینه او ماشومان له خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي. او په خبره یې دوی نه غواړي چې د جګړو له امله د بېځایه کېدو ځای فقر او سخته لوږه ونیسي.

اوچا ویلي:"که موږ اوس عمل ونکړو بشري اړتیاوې به اسمان ته وخېږي."

بلخوا روانه اونۍ د مهاجرت نړیوال سازمان وویل چې تر دا مهاله په افغانستان کې څه باندې ۵.۵ میلیونه کسان په زور له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس یوازې په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې څه باندې نیم میلیون کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د اقتصادي ستونزو او خلکو د بېکاره کېدو په اړه راپورونه ورکول شوي، خو طالبانو ویلي چې د دوی تر حاکمیت مخکې هم دغه هیواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ و.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند وړمه شپه ملت ته وینا کې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره په بهر کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: "که د افغانستان د خلکو دغه شتمني، د ملت دغه پیسې د افغانستان حکومت ته ازادې (ورکړل) شي، باور لرم چې د ټولو هغو ستونزو څخه چې زمونږ ملت ورکې غرق دی د خدای په نصرت به خلاص شي."

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په افغانستان کې قحطۍ ته د نژدې کسانو شمېر ۸.۷ میلیونه ته رسیږي دغه شمېر د روان کال لومړیو ته درې میلیونه زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس د افغانستان شااوخوا ۲۴ میلیونه کسان یا د دغه هیواد ۶۰ سلنه نفوس له سختې لوږې سره مخ دی.دغه نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دروان کال تر پایه به ۹۷سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي.

دغه نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه به تر پنځه کلنۍ کښته شااوخوا ۳.۲ میلیون ماشومان په خوراځواکۍ اخته شي.

XS
SM
MD
LG