د لاس رسي وړ اتصالات

د رسنیو ملاتړ مرکز: طالبانو په کندهار کې د تصویر په اخیستلو بندیز لګولی


طالبانو په کندهار کې د تصویر په اخیستلو بندیز لګولی دی
طالبانو په کندهار کې د تصویر په اخیستلو بندیز لګولی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو د کندهار په ولایت کې په رسمي او غیر رسمي‌ غونډو کې د تصویر په اخیستلو بندیز لګولی دی او دا پرېکړه یې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې شاته تګ بللی او د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰( سلواغې ۳۰) په یوه اعلامیه کې د کندهار ولایت د سیمه ییزو خبریالانو له قوله ویلي چې د دې پریکړې وروسته ددغه ولایت سمیه ییزو چارواکو رسنیو سره له تصویري مرکو څخه ډډه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د کندهار د والي ملا شرین اخوند په لاسلیک یو رسمي مکتوب خپور شوی چې په کې ددغه ولایت سمیه ییزو ادارو ته سپارښتنه شوې چې رسنیو سره د تصویري مرکو او عکس اخیستلو څخه ډډه وکړي.

په دې مکتوب کې ویل شوي: "ددغه مکتوب په رسیدلو سره تاسو ټولو محترمینو ته هدایت درکول کیږي چې د اینده لپاره په خپلو رسمي او غیر رسمي مجلسونو کې د ذی روح تصویر اخیستلو او عکاسي کولو څخه اجتناب وکړئ، ځکه ددې کړنو ضرر ترګټې زیات دی."

په دې مکتوب کې چې د فبرورۍ په ۱۸ (سلواغې ۲۹) صادر شوی ولایتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې خپل راپورونه دې په لیکلې او یا هم غږیزه بڼه خپاره کړي.په مکتوب کې ویل شوي چې دا مکتوب د ابلاغ له نیټې نافذ دی او هرڅوک دې په خپله اداره کې عملي کړي.

د کندهار د والي ددې پرېکړې دمخه د تیر ۱۴۰۱ کال د حوت په میاشت کې د کندهار په ګاونډي ولایت هلمند کې هم ددغه ولایت د والي له خوا ورته پریکړه شوې وه چې د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو بیا د یوې میاشتې وروسته خپله پریکړه بیرته واخیستله.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندهار د ولایتي چارواکو رسنیو ته دا استول شوی لارښود غیرقانوني ګڼلی او ویلي دي چې دا اقدام به په دغه ولایت کې پر رسنیو باندې د لا زیاتو محدودیتونو او د بیان د ازادۍ د محدویت سبب شي. دغه مرکز ویلي چې په کندهار کې له وړاندې رسنۍ د خود سانسورۍ او معلوماتو ته د لاس رسي د ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندهار د ولایتي چارواکو غوښتي چې خپلې پریکړې ته دې بیا کتنه وکړي او د بیان ازادۍ او د خبریالانو قانوني حقونو ته دې درناوی وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په پرله پسې ډول پر رسنیو باندې محدودیتونه لګولي دي. دا مرکز وايي چې طالبانو په تیرو څه باندې دوه نیمو کلنو کې د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره ۱۶ لارښوونې صادري کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د پخواني رژیم پر مهال د رسنیو د قانون له مخې له رسنیو او خبریالانو سره چلند کوي. ددغه قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نشي کولی د خبري یا معلوماتي رسنیو ازاد فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا هم په یو بل ډول د رسنیو په خپرونو کې مداخله وکړي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) تیر ۲۰۲۳ کال د رسنیو وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG