د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یکشنبې په ورځ ملي ماتم دی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې پر مظاهره چیانو له برید وروسته په خپلې لومړنۍ وینا کې دا برید د افغانستان د"حیله ګر دښمن ناځوانه برید " وباله او په کلکه یې وغنده.

ولسمشر غني د وژل شویو په درناوي او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي په خاطر سبا د یکشنبې ورځ ( جولاۍ ۲۴) په افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړ.

ښاغلي غني ګواښ وکړ، چې " له برید ګرو، چې هر چېرته وي، غچ به واخلي. " نوموړي وویل، چې دغه برید د افغانانو ترمنځ د " بې اتفاقۍ د پيدا کولو" په موخه شوی دی، چې د ده په خبره د افغانستان دښمنان به په دغه هدف کې کامیابه نشي.

که څه هم د داعش اړوندې یوې ویپاڼې "اعماق" د کابل د ننني برید مسولیت منلی، خو ولسمشرغني حمله کوونکي د افغانستان دښمنان یاد کړل، مګر د کومې مشخصې ډلې نوم یې وانخیست.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغانستان د لوی څارنوال په مشرۍ یې یو کمیسیون ټاکلی، چې د دغې پېښې اصلي عاملین پیدا کړي " که په دولت کې وي او یا د دولت د باندې، سزا به ورکړل شي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د روښنايي غورځنګ پر اعتراضیه لاریون باندې برید کې، درې ځانمرګي ښکیل وو، چې لومړني یې برید کړی، دویم یې ناکام شوی او درېیم یې امنیتي ځواکونو وژلی دی.

د وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په دغه برید کې ۸۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۳۱ نور ژوبل دي. په وژل شویو او زخمیانو کې پولیس او امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د افغانستان د عالمانو شورا، د امریکا سفارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت دفتر، یوناما، د قاطع ملاتړ ماموریت قومندانۍ او یو لړ نورو نړیوالو ټولنو او سازمانونو دا برید غندلی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG