د لاس رسي وړ اتصالات

نا معلومو وسله والو په زابل کې یو خبریال وواژه


تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی
تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی

په زابل کې چارواکي وايي نا معلومه وسله والو د یکشنبې په ورځ ناوخته د زابل د ملي راډیو تلویزون خبریال، محمد یعقوب شرافت، په ډزو وواژه.

ښاغلی شرافت له تیرو دوو کالو راهیسې په زابل کي د افغانستان د ملي تلویزیون خبریال وو او تر هغه مخکې يې په سیمه ييزو رسنیو کې د خبریال په توګه دنده لرله.

نوموړی د کلات ښار په مرکزي برخه کې نا معلومو وسله والو وواژه.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال میرویس نورزي امریکا غږ اشنا ته وويل چي د پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړي خو تر اوسه يې په تړاو څوک ندي نیول شوي.

د محمد یعقوب شرافت د کورنۍ غړي وايي چې هغه له چا سره کومه شخصي ستونزه نلري . تر اوسه پوري کومي وسله والو ډلي د دې پېښي مسئولیت هم ندی منلی .

په جنوب کې د خبریالانو ټولنو دا پېښه د بیان پر ازادۍ برید بللی او له حکومت څخه يې په جدي توګه د پلټنو غوښتنه کړې.

د کندهار پریس کلب په یوه بیان کې د زابل له سیمه ییزو چارواکو څخه غوښتي چي د پېښي عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

په دې وروسیتو کې په افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه او له هغوی سره زور زیاتی زیات شوی دی، همد تېره اونۍ په کابل کې هم نا معلومه وسله والو پر یو افغان خبریال برید وکړ او هغه یې ژوبل کړ.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG