د لاس رسي وړ اتصالات

د حکومت پلاوی طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ 


د افغان پلاوي ۲۱ غړي دي
د افغان پلاوي ۲۱ غړي دي

حکومتي چارواکي وايي د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» مذاکره کوونکی پلاوی نن جمعه سپتمبر۱۱ (وږي۲۱) قطر ته ولاړ چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.

دا پلاوی ۲۱ غړي لري او معصوم ستانکزی یې مشر دی. حکومت وايي په پلاوي کې د حکومت، سیاسي ګوندونو، دیني‌ عالمانو، مدني ټولنو او نور استازي شامل دي.

له پلاوي سره د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیسعبدالله عبدالله اود بهرنیو چارو سرپرپست وزیر محمد حنیف اتمر هم مل دي.

د ملي مصالحې د شورا اعلامیه وايي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د نظرونو پر بنسټ چې د سولې په مشورتي لویه جرګه او پراخو نورو مخامخ مشورو کې بیان شوي، دوحې ته تللی. دغه نظرونه او مشورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د کار اساس جوړوي.»

په اعلامیه کې هېله ښودل شوې چې «له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو په پایله کې افغانستان سولې، پرمختګ، د ولسواکۍ بنسټيز کېدو او تلپاتې ټکاو ته ورسېږي...او له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو هیله په حقیقت بدله شي.»

طالبانو هم ویلي دي چې دغو مذاکراتو ته چمتو دي.

دا مذاکرات به سبا شنبه د سپتمبر په ۱۲ نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې پیلیږي.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د مذاکراتو په افتتاحیه پروګرام کې ګډون وکړي. ښاغلي پمپیو دا یو تاریخي فرصت بللی دی او هرکلی یې کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې د خبرو د پېلېدو د اعلان هرکلی کړی او هیله یې ښودلې ده چې دا خبرې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې د راتلو سبب شي.

د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره یو عمده شرط د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او ۱۰۰۰ حکومتي عسکرو پرېښودل وو چې دا بهیر بشپړ شو.

XS
SM
MD
LG