د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو فارمټ غونډې د افغانستان امنیتي وضعیت خرابېدونکی وباله


Russia Afghanistan Talks
Russia Afghanistan Talks

روسي چارواکو د افغانستان په اړه د "مسکو فارمټ" په نوم جوړه شوې سیمه ایزه غونډه کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسله والو پر موجودیت اندېښنه ښودلې او ددغه هېواد امنیتي وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېدونکی بللی دی.

د روسیې د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) غونډې ته وویل: "زموږ ځانګړې اندېښنه ددغه هېواد [افغانستان] په شمالي سیمو کې چې زموږ د مرکزي آسیا له شریکانو سره ګډه پوله لري، د داعش د پاتې نفوذ په اړه ده."

د تاس د خبر په اساس، کابلوف د افغانستان د اوسنیو حاکمانو له لوري په دغه هېواد کې د موجوده ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د هوارولو او د ترهګرۍ او مخدره موادو د مخنیوي دپاره هلې ځلې ستایلي دي. خو په غونډه کې د ګډون دپاره طالبانو ته بلنه نده ورکړل شوې.

ښاغلي کابلوف غونډې ته د طالبانو د استازو د نه بلل کېدو دلیل،‌ پر ژمنو د طالبانو عمل نه کول ښودلي.

هغه وویل: "تقریباً یو کال مخکې موږ په ورته جوړښت کې سره ولیدل. یوه ګډه اعلامیه مو تصویب کړه چې پکې یوه مسئله په کابل کې له حاکمو افغان چارواکو څخه د یو ګډ قومي، سیاسي ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنه وشوه،‌ خو په خواشینۍ سره داسې و نه شول. دې وضعیت ته په کتو موږ پرېکړه وکړه چې د سېمې هیوادونو ته د مسکو فارمټ غونډې کې د ګډون بلنه ورکړو او یو ګډ دریځ رامنځ ته کړو."

د تېر کال په اکتوبر کې د مسکو فارمټ په غونډې کې ګډون کوونکو هیوادونو له طالبانو وغوښتل چې یو ټولشموله ‌حکومت جوړ کړي، د نجونو ښوونځي پرانیزي او اجازه ور نه‌ کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارېږي.

د تېر کال د اګست راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي او په ټولنیز ژوند کې پر ښځو باندې لګول شوي محدودیتونه د پراخېدو په حال کې دي.

د افغانستان د چارو څېړونکي وايي، طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو د تېر کال د غونډې د هوکړې په ګډون له نړیوالو سره پر ژمنو عمل ندی کړی او په خپل چلند کې یې بدلون نه دی راوړی.

د مسکو د دولتي پوهنتون استاد شیر حسن حسن همدا لامل بولي چې طالبان د سږکال غونډې ته نه وو بلل شوي. هغه وویل: "ښايي دا د دوی د یو ډول سرزنش لپاره او یو ډول پیغام ورکول وي. دا چې که تاسو په خپلو وعدو عمل و نه کړئ نو موږ به درسره داسې برخورد وکړو او هغه ارزښت چې مو پخوا درکاوه بیا یې نه درکوو."

د طالبانو حکومت د مسکو غونډې ته د دوی د استازو په نه بلل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وویل: "د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت د استازو پرته نیمګړي بولي."

په غونډه کې د روسیې استازو همدارنګه پر واشنګټن او متحدینو یې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنې آزادې کړي.

کابلوف وویل: "موږ غوښتنه کوو چې متحده ایالات او متحدین یې بې له قید او شرطه د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادې کړي ترڅو چارواکو ته د هغوی د قانوني حق پر اساس د مالي او اقتصادي تګلارو د عملي کولو موقع برابره شي."

په افغانستان کې تېر کال د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته پر دغه ډلې باندې د امریکا د بندیزونو په لړ کې د افغانستان بانک اووه میلیارد ډالر په امریکا کې کنګل شوي دي. د امریکا حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې ددغو کنګل شویو شتمنیو ۳.۵ میلیارده ډالر په سویس کې د پیسو یوه صندوق ته سپاري او له هغه لارې د افغانستان د اقتصاد په ښه کولو لګول کیږي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د سویس په جنیوا کې د افغانستان د پیسو نوی صندوق به د مرکزي بانک د ټولو راکړو ورکړو او فعالیتونو لکه د افغانستان د نړیوالو پورونو د ورکړې، د وارداتي برېښنا تادیاتو او همدارنګه د نویو پیسو د چاپ په ګډون د راتلونکو اړتیاو د ارزونې مسولیت ولري.

د مسکو فارمټ په غونډه کې د چین، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان، قزاقستان او روسیې استازو ګډون کړی وو، او د ترکیې، قطر، متحده عربي امارات او د سعودي عربستان استازو د ناظرینو په توګه ګډون کړی وو.

له دغو هیوادونو یوه هم لا تراوسه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG